کرېکټ: بوست لوبډلې پرله‌پسې څلورمه ماتې هم وخوړه

عزم (‌‌‌‌‌دوشنبه، ۲۸، تله، ۱۳۹۹ل): د زونون په کچه د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په نهمه لوبه کې مس عینک لوبدلې بوست لوبډلې ته د ۲ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه مس عینک وګټله، خو بوست لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. بوست لوبډلې په ۵۰اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۸۹منډې وکړې او مس عینک ته یې د ۱۹۰منډو هدف ورکړ.

بوست ته په توپ وهنه کې نصیب الله ۷۲ ، منیر احمد ۲۹، ناصر جمال ۲۴ او سید شیرزاد ۲۲ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې. مس عینک ته په توپ اچوونه کې ظاهر خان او ضیا اکبر ۳-۳ احسان الله احسان ۲ او یوسف ځاځي یو لوبغاړی وسوځاوه.

مس عینک لوبډلې د ۴۹،۴ اورونو په لوبولو او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو د بوست هدف پوره کړ او بوست ته یې په دوه ویکټو ماتې ورکړه.

مس عینک ته په توپ وهنه کې رحمت شاه ۴۵، غمي ځدراڼ ۴۳ او احسان الله احسان ۲۵ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

بوست ته په توپ اچوونه کې احمد ضیا ۳، سید شیرزاد، یمین احمدزي، نوید احمد، عبدالله تره‌خېل او عبدالباقي یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

د مس عینک لوبډلې توپ اچونکی ظاهر خان چې د بوست لوبډلې یې ۳ لوبغاړي سوځولي وو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالیو د لومړي پړاو ورستی لسمه لوبه به نن د  کندهار کرېکټ لوبغالي کې د بندامیر او امو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button