طالبان وایي بلخ کې ۴۴ تنه دولتي کارکوونکي ورسره یوځای شوي

عزم(دوشنبه، ۲۸ تله ۱۳۹۹): طالبانو د یوه راپور به خپرولو سره خبر ورکړی چې د بلخ ولایت به مختلفو ولسوالیو کې ۴۴ تنه عسکر، پولیس او اربکیان ورسره یوځای شوي دي.

راپور کې راغلي چې یاد کسان د دوی د مشر شیخ هبة الله اخندزاده د عفوې له فرمان نه په استفاده او د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسئولینو په هڅو د کابل ادارې له لیکو رابیل شوي او دوی سره یوځای شوي دي.

طالبانو د یادو تولو ۴۴ کسانو نومونه او د بلار نومونه نشر کړي او زیاته کړې یې ده چې یاد کسان د کلدار، زارع، دولت اباد، شولګر، نهرشاهي، کشنده، چاربولک اوخاص بلخ ولسوالیو کې ورته راغلي دي.

راپور کې راغلي چې تازه تسلیم شویو دولتي کارکوونکو ته یې امن کارتونه ورکړي او تود هر کلی یې شوی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button