ایمل فیضي: د کابل اداره یوه ګوډاګ‏ۍ اداره ده

عزم(جمعه، ۱ لړم ۱۳۹۹): ایمل فیضي د تخار د هغه پیښې په اړه چې په یو هوایي برید کې ۱۲ ماشومان و وژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول ویلي چې د کابل اداره یوه ګوډاګۍ اداره ده.

فیضي چې د کرزي د دورې پر مهال د ارګ ویاند پاته شوی لیکلي دي ”تر کله به موږ د دې ګوډاګۍ ادارې ظلمونه او بشري ضد جنایتونه غندو.“

دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت یو پخوانی کارکوونکی یا په واک کې برحاله کارکوونکی دې حکومت د پردیو لاسپوڅی وبولي بلکې تر دې وړاندې هم په وار وار داسې شوي دي چې چارواکي خپله حکومت د نورو لاسپوڅی وبولي.

تر دې وړاندې د ولسی جرګې غړو هم ورته څرګندونې کړي او موجوده اداره یې بیواکه بللې، داسې چې هر څه یې د بهرنیانو به لاس کې دي، آن یو څوک چې په کومه لوړه دنده ګومارل کیږي باید له کوم سفارت سره اړیکې ولري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button