بشر حقونه: امرالله صالح غواړي، دهغو خبریالانو خوله پټه کړي، چې حقایق وایي

عزم(جمعه،۲، لړم ۱۳۹۹):د آسیا په چارو کې د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه راپور کې د امرالله صالح لخوا د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار کې پر ملکي وګړو شوی هوایي برید او تر وروسته د نوموړي لخوا خبریالانو ته د شویو ګواښونو په هکله غبرګون ښوودلی او دا کار د بیان پر آزادۍ تیری بللی شوی دی.
د دې سازمان مرستیالې پاټریشیا ګوسمن ویلي، کابل حکومت باید هغه خبریال سملاسي خوشی کړي چې د امرالله صالح د حکم له مخې په تخار ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو د برید په تړاو د حقیقت ویلو په تور نیول شوي دي.

نوموړې ویلي « د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح هڅه کوي د هغو کسانو پر خوله لاس کېږدي چې د ناقانونه هوايي بریدونو په اړه رپوټ ورکوي داسې بریدونه چې ولسي وګړي په کې وژل کیږي»
تیره ورځ په تخار ولایت کې پر یوه جومات داسې مهال هوایي برید ترسره شو، چې د کلي ماشومانو له ملا امام نه درسونه ویل.
د تخار د والي ویاند جواد هجري په وینا برید کې ۱۲ کسان چې د مدرسې زدکوونکي او اکثریت ماشومان دي، ووژل شول او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي وو.

امرالله صالح د برید په تعقیب دوه ځله ټویټونه خپاره کړل چې ګواکې وژل شوي “ماشومان” د طالبانو د لیزري قطعې منسوبین وه او زیاته کړې یې وه چې دی یې په هکله کره اسناد او شواهد لري.
صالح ګواښ کړی وه چې که هرچا په دې برید کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې یادونه وکړه، قانوني چلند به ورسره وکړي او په دې هکله یې وار له مخه یو سیمه ییز خبریال هم نیولی وه.
د بشرحقونو سازمان د پیښې عادلانه غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې باید رسنیزو بنسټونو ته د ګواښوونو لړۍ ودرول شي.
په همهاله توګه تیره شپه هم ددغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍکې د یوه هوایي برید په ترڅ کې د یوې کورنۍ ۷تنه غړي ټپیان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: