سرچینې: دوستم د دفاع وزارت مرستیال ټاکل شوی

عزم(دوشنبه، ۵ لړم ۱۳۹۹): د اشرف غني پخواني لومړي مرستیال جنرال دوستم لور راحیلې دوستم په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې پلار یې دوستم د دفاع وزارت مرستیال ټاکل شوی چې زر به د خبل کار پیلولو لپاره کابل ته ولاړ شي.

نوموړې ویلي چې دا طالبانو ته یو ډول خبرداری دی چې په وینا یې جګړه بس، او تاوتریخوالی کم کړي.

د یادونې وړ دی چې غني له هغې ورځې وروسته چې د طالبانو او امریکا مذاکرات پیل شوي هڅه کوي چې جګړه خوښي کسان وګوماري.

تر دې وړاندې یې د طالبانو سرسخت مخالف امرالله صالح، اسدالله خالد او ځینې نور کسان رامخکې کړی وو اوس یې یو خل بیا دوستم چې د طالبانو په وړاندې یې بار بار میدان هم بایللی، خو تازه یې د دفاع وزارت مرستیال ګومارلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button