تلونکې امریکا او وارخطا واکمنان

عنایت الله خاموش
د ظلم پای اخېر خراب وي او په هیڅ ټولنه کې داسې پېښ شوي نه دي چې ظالم دي تر ډېره په خپل حال پاتي شوی وي. یوه ورځ خاماخا په ډېر بد حالت کې د مظلومانو په پښو کې ور رغړي او د خپلو اعمالو سزا ویني. هغه متل دی وی: د مېږي چې ورکه په برخه شي؛ کوثر وکړي.
اوس هم همغه کیسه روانه ده. د روسي اشغال پر مهال هم، یوه ډله هغه خونخورو او حیوان صفته ګوډاګیانو پر خپل ملت ظلمونه وکړل. مګر بیا یې پای داسې شو، چې په څلور لارو کې په ډېر بد حالت کې د خپلو کړنو سزا ورکړل شوه.
د امریکايي اشغال او بشردوستۍ همدغه زېری و چې پر ملت او بې دفاع وګړو یې وږي لیوان مسلط کړل. کله په بې روحه جسدونو خولې لګوي، کله یې په موټرو پسي تړي او کله هم…. سره له دې چې هره ورځ د بشر حقوقو د رعایت نغارې وهي، مګر بیا هم هغه اعمال اجرا کوي چې په هیڅ حربي و ملکي قاموس کې ځای نه لري. دا د ظلم و وحشت هغه اخیرنی حد دی چې په بې روحه جسدونو ډول-ډول ظلمونه کېږي. دا ظلمونه انګیزه یي بڼه لري او د دې ظلمونو د کولو امر له لوړه سره ورته کېږي.
په جګړه کې د مقابل لوري وژل باک نه لري، ځکه جګړه د ماتي او بریا لپاره ترسره کېږي. خو له بې روحه جسدونو سره زیاتی نه قهرماني ده، نه غیرت، نه بریا او نه هم بله لاسته راوړنه؛ بلکې دا د وارخطايۍ، ذلالت، بې غیرتي او ماتي اخیرنی حد دی.
په جګړه ییز ډګر کې د بې روحه جسدونو سره لوبې کول او یا بد چلند ورسره کول، د شجاعت و میړانې په معنی نه دی او نه هم اصلي جنګیالي دومره ټيټه رویه کوي، ځکه هغوی پوهېږي چې په بې دفاع وګړو لاس پورته کول د بې غیرتو کار دی. خو دوی دومره ذلیله او بې تربیې دي چې په بې روحه جسدونو ظلم کوي. حال دا چې په ژوندوني یې له نوم اورېدلو څخه لا په لړزه وي.
نو اوس چې امریکا خپلې پښې باسي او خپل کرايي قاتلان او په ټيټه او ګنده مفکوره روزل شوي ملېشې، همداسې بې سرنوشته پرېږدي؛ دوی اوس غواړي په ټولنه کې د وحشت خپرولو او نورو جنایتونو د ترسره کولو پواسطه ځانونه وساتي او خلک ووېروي ترڅو له دوی سره جګړه ودروي. خو په دې نپوهېږي چې له کمزور او بې دفاع وګړو سره زیاتی کول د پوره ماتې پیلامه او د وارخطایۍ او بزدلۍ اخیرنی حد دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button