طالبان وایي د اروزګان دهراود ولسوالۍ د چلګزیانو مهم کنډک یې نیولی

عزم(شنبه، ۱۰ لړم ۱۳۹۹): د اروزګان دهراود ولسوالۍ کې له تیرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې پکې اوس جګړه بازار ته رارسیدلې.

نن ورځ ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې له تیرو شپږ ورځو راهیسې امنیتي ځواکونو ته خوراکي توکي ورخلاص شوي، خو ولایتي چارواکي یې هیڅ غږ نه اوري.

تیره ورځ د ملي امنیت ریاست اوپراتیفي مرستیال ډګروال غلام قادر هم له طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی وو، خو روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی وو.

اوس تازه نن ورځ طالبانو ویلي چې نن غرمه مهال د دهراود ولسوالۍ د چلګزیانو له مهم کنډک څخه امنیتي ځواکونه وتلي او تر بازار پورې ټوله سیمه د دوی لاسته ورغلې.

طالبانو ویلي چې په یاد کنډک کې ۲ شوبلې، ۵ رینجر موټر او ګڼ شمېر مرمۍ او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button