«په افغانستان کې د خبریالانو د وژنې دوسیې لا هم بېبرخلیکه پاتې دي»

عزم (یکشنبه، ۱۱، لړم، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، افغانستان په نړۍ کې پنځم هېواد دی چې د خبریالانو د وژنې دوسیې پکې بېبرخلیکه پرتې دي او عدلي ـ قضايي بنسټونه ورته هېڅ پام نه کوي.
یادې کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي، د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د خبریالانو د وژنې دوسیې بېبرخلیکه پاتې دي او وژونکي یې تراوسه نیول شوي نه دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر نجیب شریفي وايي، د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې پر بنسټ سومالیا، سوریه، عراق، سویلي سوډان او افغانستان هغه هېوادونه دي، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو دوسیو ته هېڅ پام نه کېږي.
د شریفي په خبره، لا هم په عدلي ـ قضايي بنسټونو کې د لسګونه خبریالانو دوسیې پرتې دي، خو د حکومت له لوري ورته هېڅ پام نه کېږي.«لا هم د وژنې پېښې شته چې په سمه توګه نه څېړل کېږي او هغه څېړنې چې شوې دي له موږ سره شریک شوي نه دي.»
له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر مجیب خلوتګر هم وايي، حکومت د خبریالانو د وژنې پېښو ته هېڅ پام نه کوي او نه د خبریالانو د وژنې دوسیې پکې څېړل کېږي.
د خلوتګر په خبره، په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او په تېرو دوو لسیزو کې اوسنی حالت ډېر د اندېښنې وړ دی.
خو لویه څارنوالي وايي، تراوسه یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۲پېښې څېړلي دي او عاملان یې هم مجازات شوي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لسګونه تنه پېژندل شوي او سزا هم ورکړل شوې ده.
دی وايي، له ۳۰کاله بند او ځینو ته د اعدام سزا هم اورول شوې ده.
افغان حکومت د بیان ازادي د تېرو ۱۹کلونو مهمه لاستهراوړنه ګڼي، خو وخت ناوخت د حکومت له لوري له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ډک چلند کېږي.
دوه اوونۍ وړاندې د اشرف غني لومړي مرستیال هغه خبریالانو ته ګواښ کړی و، چې په تخار کې د حکومت له لوري شوي بمبار کې ۱۲ماشومان شهیدان شوي وو او ځینو رسنیو یې په اړه راپورونه خپاره کړل.