خوست: ځانګړو ځواکونو د تلفاتو تر ګاللو وروسته ۴ولسي وګړي وژلي

عزم(دوشنبه،۱۲، لړم ۱۳۹۹: راپورونه وایي چې تیر ماخوستن مهال د خوست ولایت د صبریو ولسوالی اړوند د “نوري” په نامه کلي کې ځانګړو “ضربتي” ځواکونو ته د عملیاتو پر مهال مرګ ژوبله اوښتې چې وروسته یې خپل کسات له ولسي خلکو اخیستی دی.

ځایي خلک وایي، لومړی په سیمه کې د “ضربتي” عسکرو دوه رینجر موټر چې غوښتل یې سیمه کې عملیات ترسره کړي، د ځای پر ځای شويو ماینونو ښکار شول چې په ترڅ کې یې ۶تنه ضربتي عسکر ووژل شول.

خلک وایي چې د ماین له چاودنې او تلفاتو تر ګاللو وروسته یادو عسکرو د ولسي خلکو پر کورونو برید وکړ چې په ترڅ کې یې د ولسي جرګې د پخواني وکیل امیرخان د زوی په ګډون ۴ولسي کسان ووژل شول.
تر اوسه ځایي امنیتي چارواکو او طالبانو په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button