د سي آی اې ملګري، ملي امنیتي ملیشې

 

لیکنه: څارګر هلمندی

د امریکا استخباراتي اداره سي آی اې په نړۍ کي د کرایي قاتلانو ډيري کمپني لري چي (بلک واټر او ویډز) یې مشهورې قاتلي کمپني دي ددې کمپنیو دنده او مقصد دادی چي قتل او وژنه ډیره وکړي او په یو ټولنه او هیواد کي ویره خپره کړي.
کله چي په یوه هیواد کې یوه ډله د هیواد د حکومت پر ضد راپورته سي او حکومت یي د ختمولو څخه عاجز شي نو بیا د سي آی اې سره قرارداد کوي او سي آی اې خپل عسکر او جنګیالي نوموړي هیواد ته وراستوي تر څو په هغه هیواد کي د حکومت پر ضد د راپورته شوي ډلي پر وړاندي عملیات ترسره کړي او د هغه هیواد خلک هم خپل په ډله کي جذب کوي تر څو هغوي ته د وژلو او قتل کولو لاري چاري وروښیي او تدابیر ورته برابر کړي.
لکه څنګه چي په افغانستان کي امریکا ښکیل شوې ده نو د سي آی اې استخباراتي ادارې ډیره توجه د افغانستان پر طرف ده او په افغانستان کي یې خپل ډیري استخباراتي هلي ځلي کړې او ډیري ډلې یې په یو او بل نوم له افغاني افرادو څخه جوړي کړي دي لکه تش په نامه( قطعه خاص،کمانډو،سپیشل فورس،سُنګوریان، داعش، ملي امنیت یا خاد،صفر یک، اتلان، او داسي نوري مزدوري ډلي یې فعاله کړي دی)

ددغو ټولو ډلو افراد افغانان دي خو عملونه یې د ظالمانو، وحشیانو او لغړیانو په څیر دي ددوی دنده او وظیفه داده چي د طالب په نامه عام اولس وځوروي پر دیني مدرسو چاپې ووهي او بیګناه علماء کرام، طالب علمان وځوروي او د طالب په نامه یي بندیان کړي.
د پیسو د اخیستلو په خاطر بیګناه خلګ ګیر کړي او د پیسو په مقابل کي یې بیرته ایله کړي.
د افغانستان تش په نامه ملي امنیت یعني خاد ته ټول امکانات او اکمالات د سي آی اې د خوا ورکول کیږي ځکه دا په افغانستان کي د سي آی اې خاص دفتر دی او افراد یې ځانونه مسلمانان او افغانان بولي خو په اصل کي دوی د سي آی اې روزل سوي مزدوران او غلامان دي تر څو د هغوی هغوی د ګټو لپاره خپل د اولس اصلي او فعاله بچیان شهیدان او بندیان کړي.

ددوی هدف د هیواد هغه خلک دي چې د غلامي فکر نلري غلامي نه مني او خپل د ټولني ځوانان د امریکا د غلامي څخه راګرځوي؛ دغه راز هغه فعال سیاسیون چي د افغانستان د ولس درد لري او حقائق ولس ته بیانوي هغه هم د سي آی اې د مزدورانو هدف دي.

خلاصه دا چي د افغانستان ملي امنیت او دوي ته ورته نوري ډلي دا وظیفه لري چي د مسجدو او جامع جوماتونو هغه علماء کرام ترور کړي چي د امریکا او د د هغوی لخوا د تحمیل شوې “کابل ادارې” خلاف وي او د افغانستان هغه خلګ چي په مدرسو کی اوسیږي پر هغوی چاپې ووهي او د ملکي خلګو پر کورونه د طالبانو په نامه چاپې ووهي او پر دیني مدرسو بمبارونه وکړي.
خو دا افغاني مزدوران دې په دي پوه سي چي موږ ستاسو د بادارانو زندانونه او زولنې ستړي کړلې خو موږ یی مات او تسلیم نه کړلو ستاسو د غلامانو د زولنو او زندانونو هم پروا نلرو.
زمونږ په امت کي اوس هم داسي ځوانان موجود دي چي زندان ته په لوړو سترګو تلل خپل د ځان لپاره افتخار ګڼي او په هسکه غاړه زندان ته ورځي په افغان ملت کي اوس هم داسي میندي سته چي داسي ځوانان بچیان وروزي چي زندان ته په لوړو سترګو تلل خپل د ځان ویاړ ګڼي..

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: