خر؛ خر وي؛ خیر که کته بدله کړي

په یو ځنګل کې به یوې بیزو چې کله هم خر ولید نو ور غږ به یې کړل چې:
ای خره!
ای خره!
خر خفه شو، د ځنګل مشر ته ورغی او شکاېت یې ورته وکړ: له بیزو نه پوزې ته راغلی یم؛ غواړم نوم مې بدل کړم!
هغه ورته وویل: مه خفه کیږه! سر له نن نه دې نوم ماهي شو.
خر لاړ او چې کله بیزو بیا ولید ورته یې غږ کړ چې:
ای خره! ای خره!
خر ورته هیڅ ځواب ورنکړ؛ نو بیزو ورته وویل چې دا جواب څنګه نه وایې؟
خره ور ته وویل ما نوم بدل کړی دی! اوس ماهي نومیږم!
بیزو ورته وویل: لامبو دې زده ده؟
خره ورته وویل: نه!
بیزو ورته وویل ودې لیده! خر، خر وي چې هر څومره کته بدله یا نوم بدل کړي!!!

نوټ: خر هماغه خر، بس کته یې بدله ده؛ خو دوی کله د داعش، کله د مافیا، کله د بهرنیو استخباراتو او کله د داخلي زورواکانو نوم ورکړي”

سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button