طالبانو په بغلان کې له دیني مدرسو سره مالي مرستې کړي

عزم (‌‌‌‌‌‌چهار‌شنبه، ۱۴، لړم، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د ښوونې او روزنې او د لوړو زده‌کړو کمېسیون د بغلان په ډنډ غوري، نهرین، دوشي، مرکزي بغلان، پلخمري، برکه او تاله و برفک ولسوالیو کې له ګڼو دیني مدرسو، دارالحفاظونو او کلیوالو مدرسو سره نقدي مالي مرستې کړي دي.

د طالبانو سره له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې مرستو موخه داده چې د ښوونیز بهیر کچه لوړه شي.«د یادو مرستو دغه لړۍ د پوهنې ریاست له لوري هره میاشت او یا په هر کال کې د همدې هدف لپاره ترسره کېږي، تر څو د ښوونیز بهیر کچه لوړه شي.»

په خبرپاڼه کې ژمنه ورکړل شوې، چې د دې مرستو لړۍ به د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوي او سلګونه مدرسې به ترې برخمنې شي.

له تېرو څو کلونو راهیسې طالبانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګڼې رغنیزې چارې هم بشپړې کړي او تر خپل واک لاندې سیمو کې یې ګڼې ښوونیزې ادارې هم فعاله کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button