ویسا ورځپاڼه: پر کابل پوهنتون له برید وروسته ګڼې پوښتنې لا هم بې‌ځوابه پاتې دي

عزم (‌‌‌‌‌‌پنج‌شنبه، ۱۵، لړم، ۱۳۹۹ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې پر کابل پوهنتون په وروستي برید بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: له دې برید وروسته هره ورځ نوې پوښتنې راپورته کېږي او په دغه برید کې د حکومت په ښکېلتیا شکونه په یقین بدلوي.

«د کابل پوهنتون پر وحشیانه خونړي برید د عامو خلکو لخوا شکونه ورځ تر بلې زیاتیږي. هسې هم په دې وروستیو کې بې ادرسه تروريستي پېښې او د داعش تر ګونګ عنوان لاندې جنایات د خلکو ذهنونو کې ډېرې پوښتنې را پیدا کړې دي. پر دغو شکونو او پوښتنو چې د دولت ټینګار وراضافه کړو چې د نورو لخوا په غاړه اخیستل شوي بریدونه هم پر طالبانو ور اچوي دغه کرغېړنه لوبه نوره هم له ابهاماتو ډکه کيږي.»

د سرلیکنې له مخې: د برید مسوولیت داعش ومانه، خو حکومت لا هم لګیا دی او دغه برید په زوره په طالبانو تاوانوي. د حکومتي کړیو له لوري داسې لاریون هم وشو، چې د سولې د روانو خبرو د درېدو غوښتنه یې کوله.

«په عین وخت کې د افغانستان ځینې پلورل شوې رسنۍ چې له اوله یې د امریکايي ښکیلاک په خدمت کې دي په مکرره توګه داسې اعلانونه خپروي چې وروستی هدف یې د نويو تروريستي ډلو په تيره د داعش لوی ښودل او مهم ښودل بللی شو. د پوهنتون وروستی برید په اړه هغه وخت شکونه زیات شول چې ډېر ژر د داسې جعلکاریو نښې ورپسې را څرګندې شوې چې هدف یې یوازې او یوازې د سولې د روان بهیر تخریب او ټکنی کول وو. دغه تروريستي عملیات د دوشنبه تر ماښامه روان وو. بیا تر ډېرو ساعتونو سیمه د تصفیوي عملیانو په نوم کلابنده وه او د رسنیو په شمول هیڅوک نه پرېښودل کېدل دغه ځای ته دننه شي. خو سبا سهار چې خلک له خوبه را پاڅېدل د پوهنتون په دیوالونو او پنجرو یې ځوړند شویو شعارونو او بنرونو باندې سترګې ولګېدې چې د تېر شوي برید عاملین یې طالبان بلل او د قطر د سولې د خبرو بندېدل یې غوښتل. په همدې توګه کله چې رسنیو ته اجازه ورکړل شوه د حقوقو پوهنځي  هغو ټولګیو ته چې دا غمجنه پېښه پکې تېره شوې وه ورشي ولیدل شول چې په دیوالونو د «امارت زنده باد» او دې ته ورته شعارونه لیکل شوي وو او د طالبانو یو بیرغ په وینو ککړ هلته تر سترګو کيدلو. دا ټول په داسې حال کې چې داعش د دغه برید مسؤولیت لا دمخه په غاړه اخیستی ؤ. د حکومت ویندویانو د برید له پیله په تکرار همدا ویل چې دا کار د طالبانو دی. د پېښې په سبا د پوهنتون په انګړ کې یو لاریون هم ترتیب شوی ؤ چې ځینو ګډونوالو پکې د سولې خلاف شعارونه ورکول او د دوی په منځ کې داسې څېرې هم ليدل کېدې چې له حکومت سره یې نږدې اړیکې شته.»

د ویسا په باور، حکومت له دې برید ډېره بې‌باکه ګټه پورته کوي او هره ورځ په نامعلومو ادرسو داسې شیان خپروي، چې کله د برید مسوولیت داعش مني او کله یې بېرته ردوي.

«د یوې انساني فاجعې څخه داسې بیباکه ګټه اخیستنه د عامو افغانانو د قهر او غوسې سبب وګرځېدله. له دې پيښې سره افغان حکومت چې د سولې پروسې سره مخالفت لري هڅه وکړه له هرې لحظې ګټه واخلي او عامه افکار د سولې خلاف تحریک کړي. حتی یوه مشکوکه ویدیو خپره شوه چې دری کسان چې مخونه یې پټ کړي وو او د داعش د بیرغ مخې ته له وسلو سره درېدلي وو ويل يې دا برید دوی (داعش) نه بلکې طالبانو تر سره کړی دی. خو هر هغه حرکت به چې له دې برید څخه په ګټې د سولې د تخریب لپاره ترسره کېدلو نه یوازې د خلکو غوسه به یې را پاروله بلکې دا شکونه به یې هم زیاتول چې هسې نه پخپله دغه حمله حکومت کې دننه د سولې د مخالفو کړیو او د سولې مخالفو هیوادونو لخوا تنظیم شوې وي. اوس افغان ملت، افغانو سیاسیونو، ملي رسنیو او د شهیدانو کورنیو ته واقعاً په دې مورد کې اساسي پوښتنې پیدا شوې دي. که دا وار سیاسي مشران، رسنۍ، او د شهیدانو کورنۍ په جدي توګه د دغې پېښې مسلکي او بیطرفانه څېړنه وغواړي کېدای شي د نورو ورته مشکوکو بریدونو ریښه هم را ووځي او ښکاره شي. که دا کار وشي نو يقين دی چې د افغانستان د روانې غمیزې د حل په لاره کې به مهم ګام پورته شوی وي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button