طالبان وایي بلخ کې ۶۵ دولتي منسوبین ورسره یوځای شوي

عزم(جمعه، ۱۶ لړم ۱۳۹۹): طالبانو د یوې لنډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بلخ په مختلفو ولسوالیو کې ۶۵ تنه دولتي منسوبین ورسره یوځای شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان چې عسکر، اربکي او پولیس تشکیلوي د بلخ ولایت چمتال، چهاربولک، خاص بلخ، دولت آباد، شولګر او زارع ولسوالیو په مربوطاتو کې ورسرخ یوځای شوي او دوی یې توند هرکلی کړی.

د یادونې وړ دی چې څو ورځې وړاندې طالبانو یو ځل بیا دولتي چارواکو ته د عفوې تر نوم لاندې یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې راغلي وو دوی د عسکرو په وژلو مجبور دی ځکه همدوی دي چې د اسلامي نظام د راتګ په مخه کې خنډ دي.

په دې وروستیو کې طالبان هره ورځ د لسګونه عسکرو د ورتګ خبرونه نشروي او وایي چې له دوی سره یوځای شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button