تاریخ به دا هم ولیکي!

 

لیکنه: شاهین سادات
تاریخ د یوې جغرافیې حالات ګوري او مشاهده کوي یې او بلاخره وخت حالات، کړنې او واقعات د ځان سره ثبت کوي، ترڅو راتلونکی نسل ته د ما قبل حالات د حال په ژبه بیان کړي.
دا هر چاته ښکاره او څرګنده ده چې زموږ هیواد ویاړلی او پُرافتخاره تاریخ لري، موږ ته زموږ د غیرتمنو مشرانو، میړانې او مردانه ګۍ د حال په ژبه بیانوي او هم راته د نورو هغو کسانو حالات هم بیانوي چې د ولس او خلکو سره يې خیانت کړی وي.

تاریخ د واقعاتو، ناخوالو، مردانه ګۍ، فتحې او سوبې نه موږ ته کیسي کوي او د پخوانیو اسلافو په هکله موږ ته قضاوت راسپاري.
تاریخ د یو هیواد سیاسي وضعیت، فرهنګ، تمدن، استقلال او نور اهم موضوعات په بر کې نیسي او ثبتوي یې او د ښه قضاوت لپاره یې ما بعد نسل ته وړاندې کوي.

تاریخ ډیر ځله د یو هیواد د مشر حالات، د هغه میړانه، فاتحانه انداز، کبر او غرور، اسقلال او حریت او په ټوله کې د هغه روابط او نیک سلوک د وګړو سره ګوري او د ځان سره یې د تاریخ په زرغونو پاڼو کې ثبت کوي.

زموږ هیواد هم له هغو هیوادونو څخه دی چې تل یې مشران د هیواد په سطحه د هغوی کارنامې ستایل شوي بلکې په نړیواله سطحه هم تقدیر او ستایل شوي دي.
دلته ډیرې داسې ککرې خاورې شوې دي چې د ذلت سر یې له الله تعالى پرته چا ته ټیټ نه کړ، له الهي نظام پرته بل نظام يې قبول نه کړ، د کفارو او دهغوی د ملګرو په مقابل کې به د خپلو هیوادوالو څخه په ډیره میړانه او هسکه غاړه به یې دفاع کوله، خپل هیواد کې یې د بل چا واک او حکمراني نه منله، د عزت، وقار او شرافت ژوند یې تر هرڅه غوره ګڼلو، خپلې ګټې یې د ولس په مصالحو او ګټو کې نغښتې بللې، په ټوله کې ویلای شو چې د ژوند ټوله دایره یې با عزته او د وقار نه ډکه وه.

زموږ په هیواد کې له داسې شازلمیو او باتورو اشخاصو سره سره داسې ظالم، بې عفته، غلام مزاجه او په ټوله کې د اسلام او مسلمانۍ څخه ناخبره حکام هم موجود ول او اوس هم د همدغو اوصافو درلودونکې بزدله اشخاص حکمراني کوي، چې د تاریخ او راتلونکو نسلونو لپاره د ټندې تور داغ شول.
تاریخ به داهم ولیکي چې په یو هیواد کې څلور لسیزي مرګونې جګړې وشوې او حتي یو وخت داسې هم و چې کور په کور جنګ و خو بیاهم سر د دومره ناخوالو با وجود هیچا داجرئت ونه کړ چې د خپلي مشرۍ او حکمرانۍ د بقا لپاره په تعلیمي مراکزو بالخصوص د مدرسي او پوهنتون په تنکیو شازلمیو، معصومو ځوانانو او د هیواد په راتلونکو سر نوشت ټاکونکو هستیو باندې داسې بې رحمه، ناترسه حمله وکړه چې د هیواد د وګړو زړونه يې سخت ودردول، زمونږ پر هيواد داسې ظالم او وحشي صفته چارواکي مسلط دي چې حتى مظلوم هيوادوال يې پر وړاندې د خپل حق غوښتنې آواز نشي پورته کولاى.

تاریخ به داهم ولیکې چې یو وخت په دې خاوره کې د علم او عرفان څښتنانو او علم پروره اشخاصو ژوند کولو خو نن ورځ ورباندې داسې یو څوک حاکم دي چې هغوى د علم او پوهې سرسخت د ښمنان دی چې د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کولو او په قدرت کې پاتې کيدلو لپاره په پوهنتونو، ښوونيزو مرکزونو، مدارسو او مساجدو بې درېغه بريدونه کوي، او دا کار د ځان لپاره وياړ او افتخار ګڼي، په تیرو وختونو کې يې مونږ په خپل هيواد کې امثال نشو موندلى، که احياناً پيدا هم شي هغه به ډېر کم وي، او که ژور فکر وکړو پخوا به دا ډول بريدونه په اسلامي نړۍ کې يوازې کفارو او اسلام دښمنه عناصرو کول؛ نو ويلاى شو چې اوس هم پلان او طرح کفري هيوادونه ورکوي او افغاني اجنټان يې تطبيق کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button