کرنې وزارت: د اصلاح شویو تخمونو په وېش د غنمو حاصلات ۳۰سلنه زیاتېږي

عزم (‌‌‌‌‌‌‌دوشنبه، ۱۹، لړم، ۱۳۹۹ل): د کرنې وزارت وايي، په پام کې لري چې سږکال په هېواد کې ۳۵۹مټریک ټنه اصلاح شوي د غنمو تخمونه ووېشي، چې ورسره به د غنمو په حاصلاتو کې له ۲۰ نه تر ۳۰ سلنه پورې زیاتوالی هم راشي.

د کرنې چارسمبالی وزیر انورالحق احدي وايي، سږ کال دهېواد په کچه پر بزګرانو د غنمو ۲۸۰زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي، چې ۲۸۰زره بزګران به ترې برخمن شي.«ددغو تخمونو په وېش سره د هېواد په کچه ۵۶ زره هکټاره ځمکه کې اصلاح شوي تخمونه کرل کېږي، چې په پایله کې یې د غنمو حاصلات ۲۰تر۳۰ سلنه زیاتېږي.»

د احدي په خبره، د ۶۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت یې ۱۴زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه پېرلي دي، چې له بزګرانو یوازې ۴۰سلنه لګښت اخیستل کېږي او ۶۰سلنه لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کېږي. «د غنمو یاد اصلاح شوي تخمونه د نړیوال بانک د مرستو له لارې چمتو او د کرنې وزارت د کرنې د ودې او خوړو خوندیتوب پروژې له خوا وېشل کېږي.»

دی وايي، کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې د غنمو په برخه کې افغانستان پر ځان بسیا کړي. سږکال په هېواد کې ۵.۱مټریک ټنه غنم تولید شوي وو، خو افغانستان هر کال ۶.۴مټریک ټنو غنمو ته اړتیا لري.

د اصلاح شوي تخونو وېش له څو ورځو را په دې خوا د هېواد په یوشمېر ولایتونو له ډلې بامیان، پروان، پنجشېر بدخشان، هرات، لوګر، سرپل، کاپیسا او کابل کې پیل شوی دی او په پام کې ده، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ووېشل شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، نوي اصلاح شوي تخمونه ډېر حاصلات ورکوي او د بزګرانو اړتیاوې پوره کوي. افغانستان ته اوس‌مهال ډېر غنم او اوړه له تاجکستان، پاکستان، قزاقستان، هندوستان او قرغزستان څخه واردېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button