ايا تاسې هم د مني او ژمي په موسم کې خپه ، پرېشانه او ستړي یئ؟

موسمي ډيپرېشن چې د (Seasonal Affective Disorder) يا SAD په نامه يادېږي، د يوه کس په خوی او عادتونو کې يو ډول اختلال دی چې ډيپرېشن ته ورته دی.

خو دا موسمي خپګان داسې دی چې يوازې د مني او کله کله د ژمي په موسم کې سړی لاندې کوي او بيرته د پسرلي په راتللو سره سوکه،سوکه له منځه ځي.

په دې ډيپرېشن د اخته کس د بدن انرژي کمېږي، تمرکز نشي کولای، ډېر خوب کوي، ډېر خوراک کوي، وزن یې زياتېږي، کاربوهايډرېټو ډېر مصرفوي، لکه (مکروني، نوشابې او نور..هغه څه چې کاربوهايډريټ لري) په دې وخت کې غواړي له خلکو لرې او منزوي واوسي خو دا بيا په هر کس پورې اړه لري په ځينو کې دا نښې په افراط پيدا کېږی او په ځينو کې بيا کمې وي.

نور احمد عاېل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button