پر ژورنالستانو باندې د حکومتي عناصرو زیاتېدونکي بریدونه او محدودیتونه

عزم(سه شنبه، ۲۰، لړم ۱۳۹۹):د CIVICUS په نوم د مدني ټولنو یوې نړیوالې اتحادیې د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې د بشري حقونو پر مدافعینو او خبریالانو باندې په وروستیو بریدونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
په راپور کې ویل شوي چې کابل حکومت د ژورنالستانو او د بشر حقونو د مدافعینو پر ضد د کېدونکو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی او لا هم پر فعالانو باندې د حملو راپورونه خپریږي.
اتحادیې افغانستان له هغو هېوادونو بللی چې د خبریالانو لپاره کار کول پکې خطرناک او له ګواښونو ډک دی.
سیویکس په خپل تازه معلوماتي رپورټ کې پر خبریالانو باندې شوي اته بریدونه او لګول شوي محدودیتونه هم مستند کړي دي. په دې ۸ مواردو کې یوازې یو یې طالبانو ته منسوب شوی او پاتې نور یې ټول د حکومتي او حکومت-پلوه عناصرو کار بلل شوی دی.
راپور په تېره اکتوبر میاشت کې د تخار پر یوه جومات باندې د حکومتي ځواکونو برید ته هم اشاره کړې ده. تر یاد برید وروسته، چې د بشري حقونو د څار ادارې په خبره ۱۲ ولسي وګړي پکې شهیدان او ۱۸ نور ټپیان شول، د اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح په دې حمله کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د خبر نشروونکي کس د بندي کولو خبره وکړه.
سیویکس اتحادیې ویلي که څه هم کابل حکومت د تخار د برید او ورته نورو قضیو په اړه د تحقیقاتو د پیل خبر ورکوي، خو نه د پلټنو پایلې رسنیزې شوې او نه هم د دې بریدونو له عاملینو سره حساب شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: