د لوګر ژورنالیستان د لوګر له مسئولینو د صحیح معلوماتو نه ورکولو شکایت کوي

عزم(سه شنبه، ۲۰ لړم ۱۳۹۹): د لوګر ژورنالیستان دولتي ویاندویان تورنوي چې د پیښو اصلي حقیقت نه ورکوي او یا د پیښې په وخت کې دوی ته هیڅ جواب نه ورکوي.

دوی وایي د لوګر مطبوعاتي مسئولینو معلوماتو ته د لاس رسي قانون تر پښو لاندې کړی چې دغه حالت نور مونږ ته د قبول وړ نه ده.

یو ژورنالیست ویلي چې دا څنګه خپله وظیفه سرته رسول دي چې پیښه نن ترسره کیږي مونږ ته جواب سبا راکوي او موبایل ته مو جواب هم نه راکوي.

دغو ژورنالیستانو د لوګر د ژورنالستانو ټولنه هم تر نیوکو لاندې نیولې او ویلي یې دي چې لوګر کې کومه ټولنه د ژورنالستانو شته که مونږ کابل ته مراجعه وکړو.

ژورنالستان داسې مهال له دولتي ویاندویانو څخه سرټکوي چې تر دې وړاندې هم په بار بار دولتي ویاندویان تر داسې نیوکو لاندې بار بار راغلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: