ویسا ورځپاڼه: حکومت ځان یوازې تر پلازمېنې محدود کړی

عزم(پنجشنبه، ۲۲، لړم ۱۳۹۹): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د امرالله صالح له لوري د کابل ښار د ځینو برخو ورانول، د ښاروالۍ له لوري د هټیو، غرفو او کراچیو په رټولولو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، کله چې د کابل امنیت امرالله صالح ته سپارل شوی، امنیت ښوی نه دی، بلکې صالح د ښاروالۍ کارونه هم پر غاړه اخیستي دي.

«له څو ورځو راهیسې د کابل ښار په مختلفو ناحیو کې د ښاروالۍ لخوا د دوکانونو، غرفو، کراچیو او په بعضې مواردو کې د لوړ پوړو ودانیو ړنګول د ښاري نظم د عملیاتي پلان تر نامه لاندې پیل شوي. داسې ښکاري د کابل امنیت تر څنګ د ښار د تنظیم چارې هم د ولسمشر لومړي مرستیال ته ورسپارل شوې. له پارلمانه نیولې تر عامو خلکو دا نیوکه کوي چې د هیواد دوهم شخص څنګه د کابل ښار تر چارو پورې ځان محدودوی. مگر تریخ واقعیت هم همدا دی چې د هیواد بېلابېلو ولایتونو او د کابل شاوخوا سیمو کې ورځ تر بلې د طالبانو واکمني پراختیا مومي، د حکومت حاکمیت کمیږي او حتی ځینې ولایتونه او ولسوالۍ د سقوط تر سرحده رسېدلې دي. په کابل کې هم د پوهنتون تر ویرجنې پېښې راوروسته تقریباً هره ورځ د مقناطیسي ماینونو په چاودنو کې زموږ هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي. دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې حکومت رښتیا هم ځان صرف پایتخت ته را ټول کړی او له نورو سیمو یې تمه پرې کړې ده.»

د سرلیکنې له مخې، د کابل ښار په بې‌نظمۍ کې ګڼې خواوې برخه لري او اوس د ټولو اصلاح کول ناشوني دي؛ ځکه په هېواد کې جګړه ده، ځمکې غصب شوي او په کابل کې نفوس ډېر دی.

«په هر صورت هغه څه چې کابل کې هم روان دي او د ښاري نظم تر عنوان لاندې تر سره کیږي په خپل ذات کې ډېرې ستونزې لري، له تناقضاتو ډک دي او ګڼ سوالونه یې را پورته کړي دي. که د ښاري نظم په نامه هرڅومره غرفې، کراچۍ او تبنګونه ونړول شي او واړول شي دا به یوه بې پایلې هڅه وي او په نتیجه کې به یې هیڅکله ښار ښکلی نشي، نظم او نظافت به ورته بیرته را ونګرځي. جګړې همدارنګه نوي قدرت لرونکي او ثروت لرونکي کسان منځته راوړي چې له نامشروع لارو یې غټې پانګې تر لاسه کړي او په ډېره  بدذوقۍ دنګې ودانۍ جوړوي. دوی په دې برخه کې د ځمکو له غصب څخه نیولې د ښاریانو د نورو حقونو تر پښو لاندې کولو پورې په هیڅ برخه کې هیڅ ډول تأمل نه کوي.»

د ویسا په باور، که د کابل له ښاره کراچۍ او لاسي پلورونکي ټول شي، نو د فقر کچه ورسره نوره هم لوړېږي؛ ځکه دلته ډېری لوستي ځوانان له بې‌کارۍ په کراچیو توکي پلوري.

«د ښار د بې نظمۍ او ککړوالي بل علت فقر دی چې دا هم د جنګ زیږنده ده، هغه فقر چې د اوسني حکوت ناسمو سیاستونو ډېر زیات کړی.  د سړک د سر کراچۍ، تبنګونه او نور ډولونه دستفروشۍ ټول د ښار د بېوزلو خلکو د کاروبار طریقې او وسیلې دي چې د منظم دوکان او تجارت وس او توان نلري. له دغو بېوزلو کاروباریانو د دوی د امرار معاش دغه وسایل اخیستل به باعث شي چې دوی نور هم فقر ته ورټېل وهل شي، بالآخره به د فقر کچه نوره هم لوړه شي او وضعیت به له دې بدتر شي، په تېره چې حکومت خلکو ته د خدماتو په رسولو کې هیڅ نه کوي، بې وزګاري ډېرې لوړې کچې ته رسېدلې او حتی د ماسترۍ سند لرونکي ځوانان په کار پسې سرګردانه ګرځي. که خدای مکړه په ښار کې څو پرلپسې چاودنې وشي دغه د ښاري نظم پلان به  ګډوډ کړي.صالح باید په دې پوه شي چې ممکنه نه ده چې انساني او بشري مسایل په عسکري امرو نهی او د زور په کارولو سره حل شي. تر هغه وخته چې حکومت جګړه ختمه او د فقر کچه را ټیټه نکړي امکان نلري منظم، پاک او ښایسته کابل ولرو. حکومت دې لومړی خلکو ته سوله، کار او ثروت ورکړي بیا به خلک پخپله خپل ښار پاک او منظم کړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button