طالبانو په څرخي پله زندان کې د خپل یوه بندي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې

عزم(پنجشنبه، ۲۲، لړم ۱۳۹۹):طالبانو په یوه اعلامیه کې د څرخي پله په مرکزي زندان کې د خپل یوه بندي ( قاري محمد شریف د محمد جان زوی ) پر مړینه خواشیني ښوودلې او دا یې له بندیانو سره د یاد زندان د مسؤلینو له بې غوري ډک چلند نمونه بللې ده.

دغه بندي چې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی وو؛ د څو کلونو را په دې خوا له ناروغۍ کړېده او په مکرر ډول يې د زندان له مسئولینو څخه د خپلې تداوۍ غوښتنه کړې وه ، خو د اعلامیې په ټکو «متأسفانه چې هيڅ ډول اړېنه پاملرنه ورته ونشوه.»

د طالبانو د بنديانو چارو کمیسیون له یاد بندي سره بې غورې، ظالمانه چلند او په قصدي ډول ناروغ بي علاجه پریښودل په کلکو ټکو غندلي او یوځل بیا یې له بشري بنسټونو او حقوقي ادارو څخه غوښتي چې «د بندیانو د صحي وضعیت په اړه د مسئولیت احساس وکړي، د ناروغو بندیانو د تداوۍ لپاره لاس په کار شي او د کابل ادارې پر چارواکو فشار راوړي، چې له بندیانو سره خپل چلند انساني کړي او د وحشت لړۍ ودروي.»
دولتي چارواکو او د څرخي پله د زندان مسؤلینو تر دې مهاله په دې هکله څه نه دي ویلي.
که څه هم د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې شاوخوا ۵زره طالب بندیان له څرخي پله او بګرام زندانونو آزاد شول، خو لا هم په زرګونو طالبان په دولتي بندخونو کې د بندشپې او ورځې تیروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: