دوهم تعقیب: دکابل چوک ارغندي سیمه کې د ملي اردو پر ټولي برید درانه زیانونه اړولي /انځوریز

عزم(جمعه، ۲۳، لړم ۱۳۹۹):نن سهار مهال شاوخوا شپږ بجې د پلازمینې کابل په لویدیځ کې د ملي اردو پر یوه حمایوي کنډک دروند موټر بم برید ترسره شو.
عیني شاهدان وایي چې د چاودنې غږ دومره زورور وه چې نږدې یو کیلومتر سیمه کې یې د خلکو د کورونو شیشې ماتې کړې دي.


د طلوع نیوز خبریال وایي، چې د چاودنې له امله،د ملي اردو د ټولي مرکز په بشپړ ډول له منځه تللی او په کې میشت وسایط او زرهي ټانګونه هم روغ نه دي پاتې.

آریانانیوز بیا دعیني شاهدانو په حواله ویلي، چې برید دومره زورور وه چې ځینې یې آن هوایی بریدبولي.
سیمه کې د ملي اردو قوماندان هم رسنیو ته ویلي چې لا هم نه معلومیږي چې د نن ورځې برید موټربم حمله وه او که طالبانو د ډرون “بې پیلوټه الوتکې” په مټ ترسره کړې دی.

موټربم

نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې یې څیړنې روانې دي.
حکومت په دغه لوی برید کې یواځې د ۲عسکرو وژل کیدل او څو تنو نورو ټپي کیدل منلي دي

 

 

سرچینو دغه برید کې د ۴۰تنو عسکرو د وژل کیدو او لسګونو نورو د ژوبلیدو خبر ورکړی دی.
د عيني شاهدانو له قوله ساعتونه وروسته هم د بريد له سيمې څخه امبولانسونو د عسکرو مړي او ټپيان د کابل د ښار په لوري ليږدول.

 


دا برید داسې مهال ترسره کیږي چې په همهاله توګه دولتي ځواکونو پر طالبانو د بریدونو زیاتوالي ترڅنګ د هغوی د وژل شویو کسانو د جسدونو توهینونکې ویډیوګانې هم خپرې کړې، چې د شنونکو په باور، ښایي طالبان یې په کسات کې دا ډول ستر برید ته اړ ایستل شوي وي.

د طالبانو ویاندویانو  رسماً د برید په تړاو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button