مسیر ورځپاڼه: د امریکايي عسکرو له وتلو مخکې باید د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي

عزم(یکشنبه، ۲۵، لړم ۱۳۹۹): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو په چټکۍ وتلو او په راتلونکي حالت بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، ټرمپ د دفاع وزارت ټول هغه چارواکو له دندو ګوښه کړي چې په افغانستان کې د جګړې ملاتړي وو او پر ځای یې هغه کسان ګمارل شوي چې د افغانستان د جګړې ضد دي.

«له افغانستان څخه به بېړنۍ توګه د امریکايي سرتېرو د ایستلو بحثونه لا هم ګرم دي او داسې ښکاري چې ټرمپ په دې تړاو خپله ژمنه عملي کوي. د امریکا د دفاع وزارت ټوله هغه رهبري بدله شوه چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو د وتلو مخالفت کاوه او پر ځای یې داسې رهبري راغله چې غواړي په چټکۍ سره امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. اوس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم امریکا ته غوښتل شوی چې د ځواکونو د چټک وتلو پر لارو چارو مشورې او پرېکړې وکړي. ټرمپ غواړي چې د جنورۍ تر ۲۰مې د خپلو پوځیانو شمېر تر دوو زورو پورې را کم کړي.»

د سرلیکنې له مخې، مخکې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه شکونه وو؛ خو اوس دا خبره رښتیا کېږي چې امریکا نور په افغانستان کې خپل عسکر نه پرې ږدي. خو دلته جګړه چټکه شوې، مرموزې وژنې ډېرې شوې، د سولې ضد کارونه کېږي او حتا د ملېشه جوړونې هڅې هم روانې دي.

«پخوا په دې اړه شکونه وو چې امریکا به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، خو اوس دا یقیني ښکاري چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او امریکايي چارواکي غواړي د افغانستان جګړه د خپل ځان لپاره ختمه کړي. د امریکايي ځواکونو وتل که له یوه اړه یو مثبت او ښه ګام دی، خو له بله اړخه دا د جدې اندېښنې وړ ده چې د امریکايي ځواکونو له حضور وروسته افغانستان به له څه ډول برخلیک سره مخ وي. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په داسې وخت کې چټک کېږي چې د افغانستان د سولې پروسه په ټپه ولاړه ده او هېڅ پرمختګ پکې نشته. له بده مرغه نه یوازې دا چې د سولې پروسه په ټپه ولاړه ده، بلکې جګړې او وژنې هم ورځ تر بلې زیاتېږي. داسې ښکارېږي چې د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د یوې بلې جګړې په لټه کې دي. له همدې امله مرموزې وژنې، مېلشه جوړونې او د سولې ضد کارونه په چټکۍ سره روان دي.»

د مسیر په باور، په حکومت کې واکمن د واک مینان دي او ځینو هېوادونو ورته دا ډاډ هم ورکړی، چې د امریکا له تګ وروسته د جګړې لپاره ورسره درېږي، خو که داسې وشي، نو راتلونکی حالت ډېر د اندېښنې وړ دی.

«په حکومت کې واکمن فکر کوي چې د خپلو سیمه‌ییز او ځینو نورو متحدینو په مرسته لا هم جګړه کولی شي او ځینې سیمې له طالبانو ساتلی شي. په دې ډول دوی فکر کوي چې واکمني یې غځېږي. له بله اړخه طالبان فکر کوي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دوی لا زیاتې سیمې لاندې کولی شي او آن اوسنی حکومت سقوط کولی شي. دا چې دواړه لوري دا کارونه کولی شي او که نه، جلا بحث دی، دواړو اړخونو ته پکار ده چې د خپلو ارمانونو پر ځای د ولس د خوندیتوب، ارمانونو او عزت په اړه فکر وکړي. دوی باید له دې موقع استفاده وکړي، د سولې خبرې باید پیل شي. له دې پرته د وینو او وژنو یوه لویه څپه را روانه ده او دواړه اړخونه به بیا له دې کبله د الله تعالی او خلکو پر وړاندې مسوول وي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: