د زعفرانو پراخه کرکېله؛ خو لا هم افغانستان ته زعفران واردېږي

عزم(دوشنبه، ۲۶، لړم ۱۳۹۹): د کرنې وزارت وايي، اوس‌مهال په هېواد کې په پراخه کچه زعفران کرل کېږي او هر کال د زعفرانو په کرکېله کې زیاتوالی راځي، خو لا هم افغانستان ته زعفران واردېږي، چې دغه چاره د زعفرانو په تولیداتو منفي اغېز کوي.

د کرنې چارسمبالی وزیر انورالحق احدي وايي، د زعفرانو د قاچاق او وارداتو د مخنیوي لپاره یې د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د زعفرانو کارانو د ټولو له استازو سره یې خبري کړي دي او د زعفرانو د قاچاق بندېدو غوښتنه یې ورنه کړې ده.

«د زعفرانو د پراختیا د پنځه کلن ملي طرحې پر اساس د افغانستان د زعفرانو صنعت کال تر بلې د ودې په حال کې دی. د افغانستان زعفران په نړۍ کې عالی ځای خپل کړئ، دمګړۍ د تولیداتو پر زیاتوالي کارکول، د پروسس مرکزونه جوړول او تجهیز، د کیفیت د کنټرول لابراټوار جوړول، د بزګرانو روزنه او یوشمېر نور کارونه دکرنې وزارت اساسي کړنې دي. خو د زعفرانو د سکټور په پراختیا کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ، لاهم یوشمېر ستونزې له ډلې، د کروندو د تولید ټیټه کچه، د پروسس او معیاري بسته بندۍ د مرکزونو کموالی او قاچاق هغه څه دي، چې یاد سکټور ورسره مخ دی.»

د احدي په خبره، د اشرف غني د حکم پر بنسټ زعفران او د زعفرانو د پیازو واردات بند دي، خو بیا هم له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د زعفرانو د قاچاق راپورونه ورکول کېږي.

نوموړي د مالیې له وزارت څخه وغوښتل چې په ګمرکونو کې د سکنرونو په فعالولو کې، چې د زعفرانو د قاچاق په مخنیوي کې اغېزمن دي، همکاري وکړي.

افغانستان په ۱۳۹۸یم کال کې نږدې ۲۰ مټریک ټنه زعفران تولید کړې وو او د روان کال د راپورونو پربنسټ، د زعفرانو کروندې زره هکټاره زیاتې شوي دي او اټکل کیږي، چې د تېرکال په پرتله د سږني حاصلاتو کچه زیاته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: