د مالديپ د ولسمشر مرستيال د بغاوت په تور نېول شوی

د مالديپ مرستيال ولسمشر احمد اديب
د مالديپ مرستيال ولسمشر احمد اديب

مالي(عزم:يکشنبه،۰۳ لړم،۹۴ ل) د مالديپ د ولسمشر مرستيال د دغه هېواد دجمهور ريئس د وژنې د پلان په تور نېول شوی.
د مالديپ د کورنيو چارو وزارت ويلي چې دمالديپ هېواد د ولسمشر مرستيال احمد اديب ددغه هېواد د جمهور رئيس عبدالله يامين د وژنې د پلان په تور نيول شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت ويلي چې لومړنيو څېړنو ښودلې چې د ولسمشر عبدالله يامين په لاس کې د احمد اديب بشپړ لاس و او دغه پلان يې خپله طرحه کړی و.
د مالديپ پوليسو احمد اديب نيولی او په پلازمينه مالي کې يې د رامنځته کېدوونکي تاوتريخوالي د له منځه وړلو په موخه امنيتي تدابير نيولي.
د مالديپ ولسمشر په دې هېواد کې يو لړ سياسي رقابتونه لري چې تېره مياشت هم د مالديپ جمهور رئيس عبدالله يامين په کښتۍ چاودنه وشوه چې له امله يې ميرمن او درې تنه د کورنۍ غړي ټپيان شول او خپله عبدالله يامين له پېښې روغ وتلی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button