د ملي روغې جوړې مشر عبدالله عبدالله ترکیې ته په سفر لاړ

عزم(چهارشنبه، ۲۸ لړم ۱۳۹۹): د ملي روغې جوړې مشر عبدالله عبدالله په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ترکیې د ولسمشر په رسمي بلنه د سولې د ملاتړ د جلب یا سیمه ییزې اجماع پیاوړي کولو لپاره د سیمې د سفرونو په تسلسل کې ترکیې ته په سفر روان شوی.

عبدالله تر دې وړاندې هند، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ته هم وروسته له هغه سفرونه کړي چې د ملي روغې جوړې مشر ټاکل شوی دی.

نوموړی داسې مهال ترکیې ته روان شوی چې نن یې له پخواني ارګ مشر حامد کرزي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره هم لیدلي.

کرزي او عبدالله دواړو د دغې لیدنې په اړه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د هیواد په وروستیو حالاتو او سولې اړوند یې خبرې اترې کړې دي.

عبدالله همدا راز ویلي چې له سیاف سره یې هم د سولې او د هیواد وروستني سیاسي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button