که د نړۍ هېوادونه انسانان وای؟!

√ جاپان به تر ټولو زوړ سړی و (۲۶۷۶ کاله کېږي چې په همدې جغرافيا همدا جاپان دی‌.)
√ سويلي کوريا به تر ټولو باسواده وه ( د‌ نفوس ترټولو لوړه کچه يې باسواده دي.)
√ چين به ډېر زامن درلودل ( په شاوخوا يو اشاريه څلور ميلیارده نفوس سره)
√ هند به په ډېرو ژبو پوهېده ( کم ازکم ۸۰۰ ژبې پکې ويل کېږي.)
√افغانستان به ترټولو غمګين او اندېښمن سړی و، له خپلې سادګي او کم عقلي څخه به يې کله د ځان لاس مات کړی و، کله پښه، کله ګوتې,کله اورمېږ. (د خپګان او ډيپریشن له پلوه په نړۍ کې اول نمبر هېواد دی )
√ فنلېنډ به تر ټولو خوشحاله سړی و. د ۲۰۱۹ کال د‌شمېرو له مخې د دې‌ هېواد خلک په نړۍ کې تر ټولو اسوده او خوشحاله خلک دي.
√ امريکا به تر ټولو شتمن سړی و په ۱۷ ټريلیون ډالرو ناخالص داخلي توليد سره او هم به يې ځان د ټولو خلکو خان او ملک باله (په سوپر طاقت چې ځان ته يې وايي.)
√ نيوزيلېنډ به په ټولو خلکو کې له غلا او شوکو پاک سړی و ( په نړۍ کې تر ټولو کم رشوت په دې هېواد کې اخيستل کېږي.)
√ سعودي او کوېټ به د دنيا تنبل او لټ کسان وو‌ ( د وروستيو شمېرو له مخې چې خلک يې بېخي تنبل او د‌ کار ندي‌.)
√ اوکراين به تر ټولو ښکلی او غوړ و ( د وروستيو څېړنو له مخې چې خلک يې تېر کال په نړۍ کې تر ټولو ښکلي خلک وو.)
√ نايجير به په ټولو کې بې سواده و (۸۵ فيصده خلک يې ليک لوست نشي کولای)
نور احمد عاېل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button