پاکستان او ډان ورځپاڼې: د پاکستان او افغانستان سوداګري به یو ځل بېا وغوړیږي

عزم (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹): د پاکستان ډان او پاکستان نومي ورځپاڼو په خپلو ورځنیو مطالبو کې کابل ته د عمران خان ننني سفر ته ځای ورکړی.
دواړو ورځپاڼو هیله ښودلې چې کابل ته د عمران خان له سفر وروسته به د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ښې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه کابل ته د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داوود راغلی و او د سوداګریزو ستونزو په اړه یې له ولسمشر غني سره ولیدل.
ارګ ویلي: په دغه کتنه کې اشرف غني ډاډ ورکړی چې د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره ښه لیدلوری لري.
بل لور ته عبدالرازق داود ویلي: د دواړو اړخونو د سوداګرو او پانګه والو په مخ کې پرتې ستونزې به حل شي او لازمه ده چې ټول خنډونه له منځه یوړل شي.
په ورته وخت کې پاکستان ورځپاڼه لیکي: افغان چارواکي به له عمران خان وغواړي چې د چمن ــ سپین بولدک او تورخم سرحدي لارې د تل له پاره پرانیزې؛ څو راکړه ورکړه پرې اسانه شي.
ورځپاڼې څرګنده کړې: دواړه لوري دې نتیجې ته رسیدلي چې سوداګري او ټرانزېټ باید سیاسي نشي.
هاخوا ډان ورځپاڼې په یو اوږد راپور کې لیکي: پاکستان کوښښ کوي چې هره ورځ له افغانستان سره سلګونه کانټینره په تازه سبزي، میوو، صنعتي توکو، خوراکي موادو او سون توکو بار واردات او صادارات ولري.
باید وویل شي چې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ټول حجم ۳ بیلیونه ډالر، تېر کال ۱.۵ او سږ کال یو بیلیون ډالر اټکل شوې، چې د پام وړ کموالی پکې لیدل کیږي.
شنونکي او د اقتصادي چارو کارپوهان همدې کمښت ته په کتو سره وایي، چې: اشرف غني او عمران خان به په لیدنه کې د سوداګرۍ په اړه ګرم بحثونه ولري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button