چارواکي: یوه اونۍ کې له ۳۰ ډېرو قاچاقچبرانو ته سزا ورکړل شوې

عزم (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹): له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز مسؤلین وايي: په تېره یوه اونۍ کې ګڼ شمېر قاچاقبرانو ته سزا ورکړل شوې.
د یاد مرکز ویاند نن سهار رسنیو ته وویل: په دې وروستیو کې محکمو په خپلو علنیو غونډو کې د ۲۸ پېښو په تړاو د نیول شویو ۳۶ قاچاقبرانو په اړه پریکړې کړې دي.
خالد موحد څرګنده کړه: په نیول شویو لویو او کوچنیو قاچاق کوونکو باندې له ۲ نیولې بېا تر ۱۶ کلونو پورې د بند پرېکړه شوې او درنې نغدي جرمانې هم پرې اېښودل شوې دي.
د ده په وینا: دې وروستیو کې د یو شمېر هوایي ډګرونو په لومړیو لیکو کې بهر ته د نشه يي موادو لېږدونکي نیول شوي، چې د مخدراتو په غېرقانوني لېږد کې هم ورسره کموالی راغلی.
موحد همداراز زیاتوي: یوازې تېره اونۍ د نشه يي موادو د قاچاق په تړاو شاوخوا ۲۳ تنه مشکوک کسان نیول شوي، چې دوسیې یې ځانګړې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.
ده وویل: له نیول شویو مجرمینو ۳۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد له هغې ډلې هیروین، ښیښه، چرس او تاریاک په لاس راغلي.
بل لور ته یو شمېر د نظر خاوندان نیوکه کوي، چې امنیتي ادارې د لویو قاچاقبرانو نشه يي توکي انتقالوي؛ خو کمزوري خلک بیا نیسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button