جنرل اسلم بیګ : دا ناشوني ده چې طالبان دې د پاکستان په خوله له خپله دریځه تېر شي .

عزم(دوشنبه 2015-10-26)

د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز متقاعد جنرل میرزا اسلم بیګ له یوې سیمیزي ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي :  داناشوني ده چې طالبان دې د پاکستان په خوله له خپله دریځه تېر شي .

عزم ویبپاڼه د لوستونکو د مالوماتو لپاره د نوموړي د مرکې څو هغه ټکي په خلاصه ډول را اخلي چې د هیواد له مسئلې سره اړخ لګوي .

اسلم بیګ د لومړۍ پوښتني په ځواب کې چې د طالبانو سره د مذاکراتو او په هغه کې د پاکستان د رول په اړه ده ؛ وایی :

  ترڅو چې امریکایی پوځونه ټول تللي نه وي ؛ زما په نظر د مذاکراتو هیڅ امید نشته او نه هم ترهغو پوري پاکستان څه کولای شي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو تمه نشی کیدای .

د حقاني شبکې پرخلاف د اقدام غوښتنه اصلاً د دې لپاره ده چې پاکستان امریکا ته د هند شکایت کوي او هغه پر امریکا ښه نه لګیږي ، نو فوراً دا خبر راپورته کړي چې حقاني شبکې پرخلاف کار وکړه . عجیبه ده امریکا له دومره زوره سره نوموړي شبکه ختمه نکړای شوه اوس پاکستان ته وایی چې ته یی ختمه کړه . زه فکر کوم دا هسی یوه بهانه ده .

پوښتنه : امریکا تمه لري چې پاکستان دې طالبان مذاکراتو ته راسره کښینوي ، او د حقاني نیټ ورک پرخلاف بیا د اقدام غوښتنه کوي ؟ دا ممکنه ده ؟

اسلم بیګ : دا جواب خو به هغو خلکو هلته ورکړی وای چې دا اعلامیه یې په ګډه ورسره نشروله . او پر دې شرایطو یې ورسره اتفاق کاوه ، آیا پاکستان دا کولای شی چې افغانستان ته ولاړ شي پر حقاني شبکه حملې وکړي .؟

پاتی شوه له طالبانو سره د مذاکراتو خبره ، د طالبانو خو اول شرط دا دی چې امریکایان دې خپل ټول فوجونه وباسي ، امنیتی تړون دې ورسره ختم شي . بیا کیدای شی طالبان مذاکرات وکړې او طالبان وایی ، یوازي دوی دې چې په افغانستان کې د یو غښتلي حکومت په جوړولو پوهیږي .

امریکا اوس د مذاکراتو خبره ځکه کوي چې اوس د طالبانو مقابله څوک نشی کولای ، طالبان اوس د یخنۍ په موسم کې تیاري کوي چې آینده کال خپل مقاصد په مکمل ډول ترلاسه کړي .

له بلی خوا پاکستان ځکه دا کار نشی کولای ، ولی چې پاکستان دا مهال د امریکا د اشغالګر پوځ مرسته کوي . او د طالبانو هغه سنګر یې ختم کړ چې هغوی به د روس پرخلاف هم کار تري اخیست ، طالبانو اوس رخ بدل کړ ، له شمالي افغانستانه یې بریدونه پیل کړل ، طالبان اوس یوازي پر پاکستان انحصار نه کوي ، ملا اختر محمد منصور خپله پالیسي بدله کړي ، هغه اعلان کړی چې له ټولي نړۍ سره اړیکي ښې کول غواړي.

په راتلونکي کې چې امن شی او د طالبانو حکومت رامنځ ته شي ، له نړۍ سره به یی د تجارت لاري خلاصي وي ، د چین او پاکستان له اقتصادي تړون نه ډېره لویه ګټه افغانستان ته هم رسیږي .

زما په نظر دا ناممکنه ده چې د پاکستان په خوله دې طالبان له خپل موقف څخه تیر شي .

دا حقیقت دی د مری مذاکرات د ملامنصور لپاره غټه مسئله جوړه وه ، ځکه چې د ملامحمدعمر په هدایت د ټولو طالبانو دا پریکړه وه چې د امریکایانو تر وتلو به هیڅ ډول خبري ونکړي. او اوس یې دا شرط هم ورزیات کړی چې امنیتي تړون به هم ختموي .

نو په دې صورت حال کې پاکستان هیڅ نشي کولای ترڅو چې امریکا د وتلو اعلان نه وي کړی . زما په اند د مذاکراتو هیڅ تمه نشی کیدای .

ایمل پاڅون

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button