پکتیا کې زوم او ناوې د واده په لومړی شپه د ګاز له امله مړه شوي

عزم(یکشنبه، ۲ لیندۍ ۱۳۹۹): د پکتیا ولایت سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې تیره شپه یو زوم او ناوې د واده په لومړی شپه د ګاز له امله مړه شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل وایي چې پیښه تیره شپه د مرکز ګردیز ښار رباط اړوند د مهاجرینو په کمپ کې رامنځته شوې.

هغه ویلي چې دغه دواړه اصل کې د ځاځي اریوب ولسوالي اوسیدونکي دي، خو اوس د بېځایه شویو کډوالو په کمپ کې اوسیدل.

د ژمي په رارسیدلو سره یو شمیر هیوادوال له ګازي بخاریو څخه استفاده کوي چې خطر هم له ځان سره لری او تر دې وړاندې هم داسې ډول پیښې یې له امله رامنځته شوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button