کابل کې چاودنې د پنجشیر د پخواني امنیه قومندان ورور وژلی

عزم(یکشنبه، ۲ لیندۍ ۱۳۹۹): نن سهار کابل بیا د دوه غبرګو چاودنو شاهد وو چې ځاني تلفات یې هم له ځان سره درلودل.
لومړنی چاودنه د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې په لومړی حصه کې په یوه ټکسي موټر د مقناطیسي ماین له امله شوې چې د پنجشیر د پخواني امنیه قومندان عزت غیرت ورور هم پکې وژل شوی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس مرامرز د پیښې تایید کوي، خو وایي چې یواځې یو تن پکې ټپي شوی نور چاته زیان نه ده اوښتی.

بلخوا بیا عیني شاهدان وایي چې څلور کسان ټپي شوي چې د یو روغتیایي وضعیت ډیر نازک وو.

په ورته وخت کې نن سهار د هوایي میدان په سرک د ملي اردو په رنجر موټر هم د ماین چاودنه شوې، چې د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې دی چې پرون هم ارزان قیمت او چهلستون سیمو کې چاودنې شوې وط او په مختلفو سیمو ۲۱ میزایل هم لګیدلي وو چې د میزایلو مسئولیت داعش ډلې منلی وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button