د اسرائیلو لومړي وزیر په پټه سعودي عربستان ته سفر کړی

عزم(دوشنبه، ۳ لیندۍ ۱۳۹۹): اسرائیلي رسنیو نن خبر ورکړی چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په پټه سعودي عربستان ته سفر کړی.

د یدیعوت احارنوت په نوم اسرائیلي ورځپاڼې نن دوشنبه خبر ورکړی چې نتنیاهو سعودي کې د دغه هیواد له ولیعهد محمد بن سلمان او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره لیدلي دي.

ویل شوي چې د اسرائلو د استخباراتو رئیس یوسي کوهم هم په دغه ناسته کې شرکت کړی، خو د ناستې جزئیات یې نه دي نشر شوي.

تر دا مهاله کوم مقام په رسمي توګه د دغې ناستې په اړه خبر نه ده ورکړی، خو د نتنیاهو یو مشاور توپالوک په یوه ټویټ کې اشاره ورته کړې چې دغه سفر ترسره شوی.
همدا راز د اسرائیلو د پوځ یوې رادیو هم د دغه خبر تایید کړی دی.

د یادونې وړ دی چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له اسرائیلو سره په نږدې اړیکو تورن دی او امریکا سره په هغه پریکړه کې هم ډیر همکار بلل کیږي چې بیت المقدس یې د فلسطینیانو نه بلکې د اسرائیلو حق وګڼلو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: