د ښار بې وزله وکیلان او ملکان!

په یو شتمن سړي پسې چې ډیر کنجوس او بخیل و؛ ګڼ سوالګر او خیرات خواره لګېدلي و. هغه په دې فکر کې و، چې څنګه ځان ترې خلاص کړي؛ نو یوه ورځ یې ډېرې زیاتې پيسې په زهري موادو ککړې کړې او بيا يې يوۀ خيريه بنسټ ته ورکړې چې په غريبانو يې وويشي تر څو يې له شر او غالمغال څخه راحت شي.
په بله ورځ خیریه بنسټ ته ورغی، څو وګوري چې غریبان ار خیرات غوښتونکي مړه شوي که نه؟ نو څه ګوري چې د ولايت ۷ مخکښ وکيلان، د کليو ۳۰ نمايندګان او لسګونه ملکان مړۀ شوي وو خو هيڅ محتاج او اړمن نه و مړ شوی.
دا شوې شفافې مرستې او روڼ وېش یې”

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button