طالبان وایي بدخشان کې ۲۱ تنه پولیس او اربکیان ورسره یوځای شوي

 

عزم(چهارشنبه، ۵ لیندۍ ۱۳۹۹): طالبانو ویلي چې د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د کابل ادارې ۲۱ تنه پولیس او اربکیان ورسره یوځای شوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې د راغستان ولسوالۍ کې د قومندان عاشور محمد په ګډون ۲۱ تنه پولیس او اربکیان د دوی لیکو ته ورغلي.

مجاهد ویلي چې یاد کسان د دوی د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسئولینو په هلو ځلو له دولت رابیل شوي او د دوی له لوري یې کلک هر کلی هم شوی.

دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر د عفوې له فرمان وروسته طالبان هره میاشت د سلګونه دولتي کارکوونکو د تسلیمي راپور خپروي چې همدا تیره میاشت هم دوی ویل چې له ۱۰۰۰ څخه زیات کسان ورسره یو ځای شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button