ستا خوب ایله زما سترګې خلاصې کړې!؟

یوه مرید د خپل پیر پښې کېښکاږلې او تر څنګ یې خپله ستونزه هم ورته ویله…
په دې وخت کې د پیر صاحب سترګې پټې شوې وې؛ خو مرید بیا هم خپل خدمت او کېسه ویل جاري وساتل.
یو وخت چې د مرید کېسه ختمه شوه؛ نو خپل پير یې وښوراوه؛ هغه سترګې پرانیستې او مرید ته یې ور وکتل: «ښا مرید ګله…! چې تا څه ویل…؟»
ما وا نه ورېدل؛ سترګې مې سره ورغللې وې
اوس دې خپل شکایت بیا له سره ووایه…
مرید چې د پیر خبره واورېده، جټکه یې وخوړه، یو دم پاڅېده او په زوره یې وویل: پیر صیب! تا په رښتیا زما خبره نه ده اورېدلې…؟
پیر وویل: هو! زما سترګې لږ پټې شوې وې او خوب وړی وم. خو خیر ته خپله ستونزه اوس ووایه؟
مرید یې وویل: پیر صیب! سترګې ستا نه؛ زما پټې شوې وې؛ خو اوس ایله چې خلاصې شوې.
ته چې په خوب کې زما ستونزه نه اورې؛ نو له مرګ وروسته به یې څه واورې. سر له نننه جومات ته ورځم او هغه څښتن ته خپلې ستونزې وایم، چې خوب او مرګ نلري او ستونزې مې په هر حال اوري.
په دې سره پیر خپلو نورو مریدانو ته ور غږ کړل: ونیسئ! بې لارې شوی.
ژباړه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button