ارزګان کې ۲۲ کسه عسکر او پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي

 

عزم (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹): د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد خبر ورکړی چې له تېرو دریو ورځو راهیسې د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ اړوند سیمو کې د کابل حکومت مربوط ۲۲ کسه عسکر او پولیس له خپلو دندو لاس پر سر او له طالبانو سره یو ځای شوي.
چې د ښاغلي مجاهد په وینا “د دعوت او ارشاد” مسؤلینو یې دروند هرکلی کړی.
همداراز د یو بل خبر له مخې په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې هم لسګونه تنه عسکرو، پولیسو او اربکیانو خپلې دندې پرې ایښې او د طالبانو لیکو ته ورغلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: د بلخ ولایت د چمتال، چهاربولک، خاص بلخ، زارع، کلدار، شولګر، دهدادي، چاهي او دولت آباد ولسوالیو په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۵۲ کسه عسکر، پولیس او اربکیان “د حقائقو په درک کولو” او د “دعوت او ارشاد مسئولینو” په هلو ځلو سره له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل. مسئولینو یې دروند هرکلی وکړ.
همداراز ښاغلي مجاهد یو بل ټویټ کې لیکلي: د ننګرهار ولایت د پچیرآګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۱۵ تنه پولیس د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمېدو لړۍ بیخي چټکه شوې او نژدې هره ورځ ګڼ شمېر عسکر، پولیس او اربکیان خپلې دندې پریږدي او له طالبانو سره یو ځای کیږي.
د طالبانو د رسمي راپورونو له مخې سږ کال هره میاشت شاوخوا زر کسه عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي، چې په دوی کې ګڼ شمېر داسې هم شته چې خپلې وسلې او امکانات یې هم طالبانو ته وروړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: