کرنې وزارت: سږ کال په هېواد کې د کبانو د روزنې ۳۵۰نوي فارمونه جوړشوي

عزم(دوشنبه، ۱۰، لیندۍ ۱۳۹۹): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لارې د کبانو ۳۵۰ تولیدي او تکثیري فارمونه جوړ شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د کب روزنې ۱۰۰فارمونه او په ورته وخت کې د خصوصي سکټور له خوا د کب روزنې ۲۵۰فارمونه جوړ شوي دي.

«د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د کب روزنې ۱۰۰ نوي فارمونه چې په کې د کبانو د بچیو دوه تولیدي فارمونه شامل دي د کونړ، بلخ، بغلان، لغمان، کندهار، خوست او هرات په ولایتونو کې جوړ کړي دي، چې تولیدي فارم یې د ۲.۷ مېلیونه بچیانو د تولید وړتیا او تکثیري فارمونه یې د کبانو د دوه مېلیونه او ۴۰۰ زره بچیانو وړتیا لري.»

د خبرپاڼې له مخې، سږ کال به په هېواد کې د کبانو د تولید کچه هم د پرو سږکال په پرتله یو زر او ۵۰۰ټنه زیاته وي، چې پرو سږکال د کبانو د تولید کچه نږدې ۱۰زره ټنو ته رسېده، خو سږ کال به ۱۱زره او ۵۰۰ ټنه وي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د کبانو سلګونه فارمونه جوړ شوي، چې تر یوه بریده یې د هېوادوالو اړتیاوې پوره کړي دي.

اوس هم هېواد ته هر کال زرګونه ټنه د کبانو غوښه له بهره واردېږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، هڅه کوي په راتلونکو پنځو کلونو کې د کبانو د غوښې له پلوه خپلې اړتیاوې پوره کړي او په دې برخه کې افغانستان پر ځان بسیا کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button