د ظفر قول اردو د دریمې لوا رئیس ارکان و وژل شو
عزم(دوشنبه، ۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹): د بادغیس ولایت امنیتي مسئولین وایي چې تیره شپه په دغه ولایت کې د دریمې لوا رئیس ارکان عبدالبصیر عثماني و وژل شو.
د یادې لوا قومندان حسیب الله مسعود ویلي چې بیګا شپه د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې طالبانو د اردو په یوه قرارګاه د هوان برید کړی وو چې نوموړی هم پکې وژل شوی دی.
مسعود ویلي چې په دغه برید کې ۸ تنه نور هم ټپیان شوي دي چې د دریو روغتیایي وضعیت نازک دی.
په ورته وخت کې د دریمې لوا ویاند عبدالطیف روستایي د یاد خبر په تایید سره ویلي چې هغه هم په ټپیانو کې دی، خو د ټپیانو شمیره یې نه ده ښودلې، خو ځینې سرچینې د زخمیانو شمیره ۱۱ ښیي.
بادغیس له هغو ولایتونو څخه ده چې طالبان یې په زیاتو سیمو واکمن دي او امنیتي پیښې پکې زیات وخت رامنځته کیږي.