امریکا له عراق خپل نیمایي ډیپلوماټان وباسي

عزم(پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۹): اسپوتنیک خبري اژانس د عراقي رسنیو په حواله لیکلي چې امریکا غواړي خپل نیمایي ډیپلوماټان له عراق څخه وباسي.

یاد خبري اژانس لیکلي چې دغه خبر وروسته له هغه ورکول کیږي چې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او امریکا دغه اقدام ته ملا وتړله چې خپل نیمایي ډیپلوماټان له عراق وباسي.

وی شوي چې له دغه ګام وروسته به لسګونه امریکایي ډیپلوماټان له عراق څخه و وځي، خو امریکایي سفیر به بیا هم هلته پاته شي.

تر دا مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یاد خبر په اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې د امریکا د اټومي هستو مخکښ کارپوه ایران کې په مرموزه توګه و وژل شو چې ایران یې د اسرائیلو او امریکا کار بولي او امریکا کیدای شي د ایران د غچ د ویرې له امله عراق څخه د خپلو ډیپلوماټانو د ویستلو پریکړه مړې وي.

دا په تیر یوه کال کې د ایران دوهم جګپوړی مشر وو چې وژل کیږي تر دې وړاندې قاسم سلیماني په سوریه کې د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button