د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د ۱۰۰مېلیونو ډالرو مرسته کړې

عزم(پنجشنبه، ۱۳، لیندۍ ۱۳۹۹): د مالیې وزارت وايي، د اسیا پراختیايي بانک د کرونا وایروس له منفي اغېزو سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره د ۱۰۰مېلیونو ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پیسې به له کرونا وایروس سره د مبارزې او د هغه منفي اغېزو، د ټولنیز خوندیتوب ښه والي، د افغانستان د روغتیایي سیستم پیاوړي کولو، کار موندنې، ښې حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې، د لوی اقتصاد د ثبات او یو شمېر نورو مهمو برخو کې ولګول شي.

اسیا پراختیايي بانک داسې مهال له حکومت سره د ۱۰۰مېلیونو ډالرو مرسته کوي، چې پرون نړیوال بانک له افغان حکومت سره ۲۰۰مېلیونه ډالر مرسته وځنډوله.

د کرونا له امله له افغان حکومت سره د ځینو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له لوري له یو مېلیارد ډېره ډالر مرسته شوې ده، خو په حکومت کې د شته اداري فساد له امله دغه مرستې زیاتې ضایع شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: