د استقلال د افق ځلانده ستوری شهيد ملا عبدالمنان آخند

بسم الله الرحمن الرحيم
ليکنه : سراج احمد ( افغان )
لوی کندهار د اتلانو زانګو ده، داسې اتلان چې شاهکارۍ يې د هيواد په تاريخ کې په زرينو کرښو کې ثبت دي او د ګران هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ په لاره کې يې سترې ميړانې او سرښندنې ترسره کړې دي، شهيد ملا عبدالمنان آخند هغه څوک ؤ چې په سپاه سالارۍ کې يې د هلمند مجاهدينو د واشنګټن او لندن د وتلو پوځي او استخباراتي ماهرانو استراتيژۍ د لوی الله په مرسته له ماتې سره مخ کړې او د سپينې ماڼۍ هيلې يې په مايوسۍ بدلې کړې.
که د اسلام د لارې د دې ستر اتل صوانح وکتل شي، د هلمند په شمالي، جنوبي او مرکزي سيمو کې د اسلام له بهرنيو او کورنيو غليمانو څخه د سترو فتوحاتو وياړ لري او هلمند يې د لويديځې اشغالګرې ټلوالې او د دوی د غلامانو پر خلاف د روان سپيڅلي جهاد د مرکز او يو پياوړي مورچل په توګه ځلولی دی، په همدې هلمند کې سترو ماتو سپينه ماڼۍ او ياران يې دې ته اړ کړل چې له افغانستان څخه د وتلو په فکر کې شي او له هغه سترو پوځي او استخباراتي استراتيژيو څخه چې په سترو تصليحاتي او مالي امکاناتو يې پاللې مايوسه شي.
شهيد ملا عبدالمنان د تقوی او سرښندنې يوه نمونه وه، له پوځي او استخباراتي نبوغ څخه برخمن ؤ، د خپل ټولنيز شخصيت په مټ يې د هلمند اولس پر ځان راټول کړی ؤ او دې ته يې چمتو کړی ؤ چې خپله غيږ هر وخت مجاهدينو ته مهربانه او پرانيستې وساتي او د مجاهدينو په ملاتړ هر ډول تکليفونه وګالي، نن چې مغرور امريکايان او ملګري يې افغانانو ته په ګونډو شول، خپله ماته يې ومنله او د اشغال د خاتمې تړون يې لاسليک کړ دا د شهيد ملا عبدالمنان په څير د سترو اتلانو او د دوی تر سپاه سالارۍ لاندې د سرښندونکي لښکر د ميړانو او قربانيو برکت ؤ، موږ بايد خپل اتلان هير نه کړو، تل يې ياد کړو، پرې ووياړو، د شخصيت ځانګړنې يې د ملغلرو په څير راټولې او وپېيو، خپل ځوانان داسې وروزو چې د دوی په نقش او قدم روان شي او د دوی د شخصيت له ځانګړنو څخه د خپل اسلامي او جهادي تشخص په جوړولو کې استفاده وکړي.
شهيد ملا عبدالمنان په رښتيا د هيواد د استقلال ځلانده ستوری او د پرديو پر خلاف د مبارزې يو ستر شاهکار ؤ ، روح يې ښاد او ياد د يې تل وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button