اردوغان: هیله ده چې فرانسه ژر د ولسمشر ماکرون له شر نه خلاصه شي

عزم(جمعه، ۱۴ لیندۍ ۱۳۹۹): د پاریس او انقرې ترمنځ د شخړې په درشل کې، تازه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې ولسمشر، ډیویډ ماکرون “شرخوښوونکی” بللی او ویلي یې دي چې هیله لري د فرانسې ولسونه ژر د ماکرون له شر خلاص شي.
بلخوا بیا د ترکیې اړیکو د مجلس رئیس “شن توپ” د فرانسې د پارلمان په هغه غوښتنه توند غبرګون ښوودلی، چې باید د نګورنو قره باغ سیمه د یوه خپلواک جمهوریت په نوم وپیژندل شي او آذربایجان ته پکې ونده ورنکړل شي.
ترکیې ویلي، د فرانسې پارلمان داسې مهال دا ډول نامشروع غوښتنه کوي، چې تر اوسه هیڅ هیواد، آن د ارمنستان چارواکو هم دا ډول بې بنسټه وړاندیز نه دی کړی او په وینا یې چې دا باید تاریخ کې د “فرانسوي افسانو” په نوم ثبت شي.
ترکیه وایي چې فرانسوي قانون جوړونکو د احساساتو له مخې دا پریکړه کړې په داسې حال کې چې د یوه دولت په رسمیت منل دومره ساده کار نه دی، کنه نو د یوه دولت تحریمول هم باید همدومره ساده شي.

د یادونې وړ ده چې آذربایجاني ځواکونو تیره میاشت د ترکیې په مرسته له یوې خونړۍ جګړې وروسته د نګورنو قره باغ سیمه له آرمني اشغالګرو خلاصه کړه، خو د فرانسې په ګډون ځینې هیوادونو یې پټ او ښکار مخالفت په ډاګه کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: