افشا شوي مالومات: اجمل احمدي، نه د غزني دی، نه افغانستان کې زیږیدلی او نه هم افغانی بریښي

عزم(یکشنبه، ۱۶ لیندۍ ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې د اشرف غني یو تر ټولو نږدې ملګری او د افغانستان بانک رئیس” چې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې لخوا هم رد شو، په افغانیت باندې یې شکونه مخ پر زیاتیدو دي؛ تازه د سلام وطندار خبري شبکې د هغه د اصلیت په هکله تازه څیړنیز راپور خپور کړی دی.
یاده شبکه وایي، په دې لټه چې د افغانستان بانک په ویب پاڼه کې هغه د غزني ولایت ښوودل شوی وه، خو په وینا یې د هغه له بریښنایي پیژندپاڼې “تذکرې یې مالومه کړې چې نوموړی د عبدالاحد زوی او د سید احمد لمسی دی او ولسي جرګې ته یې د باور رایې اخیستو په ورځ خپل پلرنی ټاټوبی د غزني «مسجد خطیبي» سیمه چې اوس هم په همدې نوم یادېږي، معرفي کړه.
یاده خبري شبکه وایي «غزني کې یو قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، پخوا وختونو کې دغه کلي کې ـ د مسجد خطیبي کلي ـ کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ اوسېدې چې ټولو یو بل سره پېژندل؛ خو په دې نوم او نښان دغه سیمه کې چا ژوند نه کاوه.»

د افغانستان بانک رئیس دغه راز ولسي جرګې ته وویل چې نوموړي د کابل په جمهوریت روغتون کې نړۍ ته سترګې غړولې؛ خو تازه د جمهوریت روغتون مسؤلینو ویلي چې د دغه روغتون مخکې هوټل وه او د بنسټ ډبره یې په ۱۳۵۴ کال کې کیښوودل شوې خو تر دې مهاله زیږنتون نه لري.

د اجمل احمدي د نیمګړو مالوماتو په ترڅ کې دغه راز نورې تیروتنې هم شته؛ د افغانستان بانک وېب‌پاڼې معلومات ښيي چې اجمل احمدي د خپلو زده‌کړو لومړنۍ او منځنۍ دوره غزني ښار کې تېره کړې، خو خپله یې ویلي چې دوه۲ کلنۍ کې د میلیونونو افغان کډوالو په څېر د هېواد خوشې کولو ته اړ شوی او خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډوال شوی دی.

د اشرف غني لخوا د یوه لوړپوړ مجهول الهویته شخص راوستل او بیا پر حکومتي دنده د هغه کینول په داسې حال کې چې د هیواد له رسمي ژبو “پښتو او دري” سره هم په بشپړه توګه نا آشنا وي، هغه ګمانونه لا پیاوړي کوي چې ګواکې جمهور رئیس غواړي، د نورو د ګټو د خوندیتوب لپاره بهرنیانو ته د افغانانو په نوم چانس ورکړي ترڅو یې په لوړو دولتي منصبونو وګماري او د ده د واک بقاء هم ورسره تضمین شي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button