د خدای تعالی یاد مو ستړیا هم ورکوي

عاکف مهاجر

ابو هریرة رضی الله عنه روایت کوي چې یو وخت فاطمة بنت رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل پلار ته راغله د خپلو کارونو شکایت یې ورته وکړ او د یوې خادمې غوښتنه یې ترې وکړه، خو هغه ورته سپارښتنه د الله په یادولو کوي او ورته وایي ته به یې زمونږ له حاجت زیاته پیدا نکړې وروسته ورته وایي ایا هغه څه درته و نه ښیم چې له خادمې درته غوره وي؟
کله چې خپلې بسترې ته راغلې دري دیرش ځله سبحان الله، دري دیرش ځله الحمدلله او څلور دیرش ځله الله اکبر و وایه.
په دې سره ورته د جهانونو سردار وښودله چې پوه شه د اخرت عمل د دنیا له عمل غوره ده، ځکه هغې د خادمې غوښتنه کړې وه تر څو په دنیا کې ورته نفع ورسوي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته عاجز شو نو داسې څه یې ورته وښودل چې اخرت کې ورته نفع ورسوي او د اخرت نفع د دنیا تر نفعې ډیره لوړه ده.

خو کیدی شي هغه څوک چې دغه عمل خپل همیشنی عادت وګرزوي نو د ډیر کار کول به پرې سخت نه وي که څه هم ستړی وي، او بل په دغه حدیث کې دا هم ده چې ښځه که څه هم په تکلیف وي نو د میړه خدمت وکړي او د کور کارونه یې باید وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button