دفاع وزارت وایي ‏کندهار کې ۹۰ طالبان وژل شوي خو طالبان یې نه مني

عزم(شنبه، ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۹): دفاع وزارت ادعا کړې چې د کندهار ولایت په څلور ولسوالیو ارغنداب، ژیړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې یې د مخامخ جګړو په ترڅ کې ۹۰ تنه طالبان وژلي او ۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي، خو طالبان یې نه مني.

طالب ویاند وایي چې دغه ادعا هیڅ حقیقت نه لري، یواځې اوازه ده.
هغه ویلي چې یاد وزارت “دغه پروپاګند خپلو مورال پرېوتو عسکروته د کاذب ډاډ ورکولو په موخه کوي.“

طالب ویاند حکومت ناتوانه بللی او ویلي یې دي چې دومره وړتیا نه لري چې دومره تلفات ورته واړوي.

دا په داسې حال کې دی چې له تیرو څو اونیو راهیسې کندهار کې جګړو زور اخیستی او هره ورځ د طالبانو د پرمختګ خبرونه ورکول کیږي، دولتی خواکونه له قرارګاوو او پوستو په شا کیږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button