جنرال میلر: د جنوري تر ۱۵مې به افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ته راټیټ کړو

عزم(یکشنبه، ۲۳لیندۍ ۱۳۹۹): افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر وایي، په پام کې لري چې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته کړي«حکم مې کړی چې د راتلونکي۲۰۲۱م کال د جنوري میاشتې تر ۱۵مې نیټې افغانستان کې د خپلو امریکایي سرتیرو شمیر ۲۵۰۰تنو ته راښکته کړو. »
میلر د طالب زندانیانو د آزادۍ په هکله ویلي، چې دا پروسه به د افغانانو په پریکړه پیلیږي او کله هم چې هغوی په ګډه په یوه مهال ویش سلا شول، آزادیږي.

د دوحې د توافقنامې له مخې، د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره سم باید دا پروسه پیل شوې وای، چې ښکاري له تړون څخه د امریکایي لوري د سرغړونو له امله، د نورو په څیر دا لړۍ هم ځنډول کیږي.
جنرال میلر زیاته کړه، که طالبان جګړې کمې نه کړي، ښایي هغه فرصت له لاسه ورکړو چې تیرو شلو کلونو کې ترلاسه شوی او زیاته یې کړه چې دوی لا هم د دولتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، ځکه هغوی اوس هم جګړو کې بوخت دي.
که څه هم د امریکا سنا وړمه ورځ له افغانستانه د ځواکونو د ژر را ایستلو پروسه د رایو په اکثریت رد کړه، خو، وروسته بیا ځینو سناتورانو بیا ددې کار ننګه وکړه او ټرمپ یې تشویق کړ، ترڅو خپل کار ته دوام ورکړي.
د طالبانو او امریکا د تړون له مخې، باید ټول بهرني عسکر د راتلونکي ۲۰۲۱ میلادي کال د مۍ ترمیاشتې چې ۱۴میاشتې وخت کیږي، له افغانستانه ووځي، هغه نیټه چې کابل هڅه کوي له پوره کیدو وړاندې یې د سولې پروسه ټکنۍ او مذاکرات سبوتاژ کړي، ترڅو بهرنیانو ته د لازیات پاتې کېدو سوژه برابره کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button