ویسا ورځپاڼه: بین الافغاني خبرې باید هېڅ رخصت شوی نه وی

عزم(سه شنبه، ۲۵، لیندۍ ۱۳۹۹): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د بین الافغاني خبرو په شل ورځني ځنډ بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: بین الافغاني خبرې تر شلو ورځو پورې رخصت شوي او شل ورځې وروسته به بیا خبرې پیلېږي.

«د طالبانو او اسلامي جمهوریت هیأتونو تېره شنبه تصمیم ونیولو چې پر خبرو اترو کې شل ورځنۍ وقفه راولي. اوس به شل ورځې د سولې لا دمخه ټکنۍ خبرې په ټپه درېدلې وي. تر دې وړاندې پر طرزالعمل جوړولو نږدې درۍ میاشتې وخت ولگیدلو. کله چې د امریکا متحده ایالاتو وغوښتل په دغه برخه کې په ډراماټیکه توګه توافق ترلاسه شو، یعنې هغه کار چې نږدې درۍ میاشتې پکې پرمختګ نه کېدلو د څو دقیقو په جریان کې سر ته ورسید او د ارګ مخالفتونو یې هم لاره ډ‌پ نکړای شوه. په دې توگه یوه مرحله پاي ته ورسیده. د اجنډا د جوړېدو مرحله چې پیل شوه زلمي خلیلزاد هم دوحې ته ورغی. افغاني هیأتونه هم پرته له دې چې قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي خپلمنځي مشورې یې د اعلان شوې وقفې لپاره بهانه ورګرځوله او کار یې ودراوه. د دغه بهیر په مختلفو پړاوونو کې ولسمشر غني د خپلو شخصي ګټو لپاره مخالفتونه وکړل خو هر کله چې د تصمیم نیولو وخت را ورسېد ده هم هماغه د امریکایانو پرېکړه تطبیق کړه.»

د سرلیکنې له مخې، په کابل کې د جګړې بڼه بدله شوې او هره ورځ د مرموزو وژنو لړۍ روانه وي. «دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې هره ورځ بمبارۍ، د ماینونو چاودنې، د مرمیو باران او هدفي وژنې د سلګونو انسانانو ژوندونه اخلي. په کابل کې د جګړو او وژنو بدله شوې بڼه د یوې  مرموزې بلا غوندې زموږ کدرونه او ځوانان د مرگ کومي ته بیایي. په واقعیت کې که د سولې را تلل شل ورځې ځنډیږي نو نتیجه یې د زرهاوو بېګناه افغانانو وژل کېدل، د لسهاوو زرو ماشومانو یتیمان کېدل، د زرهاوو مېرمنو بې سرپرسته کېدل او د ډېرو ملي شتمنیو له منځه تلل دي. ټول پوهیږي چې د کابل د هیأت په جوړولو کې امریکایانو نقش درلود، خو د هیات اعضاء، هغه افراد چې په یادو هیأتونو کې غړیتوب لري منحیث انسان، منحیث افغان او بالاخره منحیث  مسلمان ځینې ملي او دیني مسؤولیتونه هم لري.»

ورځپاڼې لیکلي، د دې رخصتۍ زیان افغانستان ته رسېږي او افغان پلاوي باید د خپل هېواد ګټې مهمې بللی وی او له دې رخصتۍ یې نټه کړې وی.

«دوی باید هغه وخت چې د ملي ګټو خلاف کړنې ویني یا په کوم تصمیم کې د وطن او وطنوالو زیان ویني د توجیه پر ځای یې افشا کولو ته مټې را ونغاړي. د رخصتۍ مسأله خو ډېره کوچنۍ ده، په پر مختللو مرحلو کې کېدای شي دغه افراد له ډېرو سختو مسایلو سره مخامخ شي او سختو تصامیمو نیولو ته مجبور شي، که دوی له رخصتۍ تېرېدلای نه شي ځکه چې امریکایان یې غواړي حال دا چې افغانستان ته یې زیان رسیږي، نو هغه لویې سرنوشت جوړوونکې ملي ګټې په څنګه وساتلی شي چې امریکا یې د ضایع کولو تصمیم نیولی وي؟»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button