د ککړې هوا له امله هر کال کابل ښار ته ۴،۲ مېلیارده ډالر زیان رسېږي

عزم(سه شنبه، ۲۵، لیندۍ ۱۳۹۹): د کابل د چاپېریال ساتنې اداره وايي، په کابل کې د ککړې هوا له امله هر کال دغه ښار ته ۴،۲مېلیارده ډالر زیان رسېږي.

د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې مشر کاظم همایون وايي، د دې ادارې د څېړنې پر بنسټ د ککړې هوا له امله هر کال کابل ته ۴.۲مېلیارده ډالر زیان رسېږي.

د همایون په خبره، د کابل ښار اوسنۍ هوا مرګونې ککړه ده او د انسانانو ترڅنګ ژوو او نباتاتو ته هم زیان رسوي او خلکو ته پکې اقتصادي تاوان هم رسېږي.

دی وايي، د اسیدي بارانونو او د ځمکې تودوخه د ککړې هوا له امله په نامستقیم ډول د کابل ښار په بېلابېلو سیمو اغېز کوي. «کله چې د یوې سیمې هوا ککړه وي د باران اوبه، ځمکې ته د رارسېدو مخکې د هوا په اسید اخته کیږي. کله چې دغه اوبه د ځمکې پر سر پر هر توکي وریږي نو کولی شي هغه توکی په لږ وخت که له منځه یوسي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په کابل کې د شنو سیمو کموالی، وچکالي، د موټرو ډېره ګڼه ګوڼه، د وګړو ډېروالی، کارخونې، سوداګریزې ودانۍ او د خلکو له لوري د مضرو توکو سوځول هغه څه دي، چې د کابل هوا یې ډېره ککړه کړې ده.

د کابل هوا هر ژمی مرګونې ککړېږي. پرو سږکال هم د چاپېریال ساتنې ادارې یو شمېر حمامونه، هوټلونه او یو شمېر نور ځایونه د دې لپاره تړلي وو، چې د دغه ښار هوا ورسره ککړېږي.

که څه هم سږ کال په کابل دوه ځلې واوره شوې ده، خو د دغه ښار هوا ورسره پاکه شوې نه ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button