د افغان تاریخ د مسخې مسخره هڅې!

شفیع اعظم اوریا خیل

مه پریږدئ چې د ننۍ بدې ورځې له امله مو يو څوک ټول تاريخ سپک ياد کړي.
درې پېړۍ پرله پسې زموږ ستاسو وزرونو ماتولو لپاره انګريز، روس او ور پسې امريکا له ناټو او ټولو نړيوالو پوځونو سره را ننوته‌.
دا چې نن په بد حال او د وطن ګلستان مو تاله واله دی نو اصلي علت یې د دغو زورورو لښکرو لګدمالي ده. موږ هم بې تقصيره نه وو خو چت له بره پر موږ لکه اسمان را ولوېد او بيا وارخطايي کې موږ او نيکونو نه هم ډیر لوښي مات شول.
خو پام چې همت ونه بایلئ. خپل تاریخ، خپل ارزښتونه او خپل نيکونه سپک ياد نکړئ.
پام چې څوک مو د ريښو ويستلو او هغو ته د مردارو او په سپکو ويلو قانع نکړي. دا ياد لرئ چې يواځې هغه ونې له سوړ ژمي وروسته پسرلي کې بېرته را زرغونېږي چې ريښې ولري. يواځې هغه ونې د خزان او ژمي سړو بادونو ته تاب راوړي چې زمکه کې ژورې شاخچې ولري.
موږ که تاريخ ونلرو او خپل تېر تاريخ ته يو طرفه بېرحمه لاړې توف کړو پدې سيمه کې بيا مخ نلرو. بې مخه بې ارزښته بې ادرسه قام او ملت په نورو قامونو او ملتونو کې ځای نشئ موندلای.
هو موږ هم د نورو ملتونو پڅیر انسانان يو، خطاوې لرو، نيکونو مو هم اشتباهات کړي خو هغوی په خپل وخت کې د مستعمره او مريي ژوند پر ځای خپلې مستعمرې او مريان لرل.
هغه وخت داسې دور وو چې یا به دې نور ملکونه فتحه کول يا به دې د قام ځوانانو او پېغلو د نورو تر نګين او پښو لاندې زګېروي کول. دا د بابا او نيکه همت وو چې هماغه وخت یې زموږ اناوې او نیکونه د ګرګين له لګدمالۍ او مرهټه وو له بلقوه غلامي نجات ورکړ. هو منم زموږ اسلاف فاتحين وو، خو ظالمان هرګز نه.
همدا اوس د اصفهان يو فاشست تاریخ پوه د هوتکي حماسی په اړه وپوښتئ. ښایي هوتکيان یې پدې خوښ نشي چې يو وخت یې تر يوغ لاندې وو، مګر د هغوی پر پښتونولي، سپېڅلتيا به بيا هم قايل وي چې بلې هوتکي ها مردان راستین و عياران بودند. همدا اوس د ډهلي تاريخ سنټرونو کې د تاريخ زړې ګګرې را وسپړئ. هغوی به د هند فتحه د ابدالي بابا په لاسونو له زور او تورو ډېر د عدالت، رحم او د هغه له لوري د زړونو ګټلو ثمره وبولي.
ګورئ ځوانانو!
پام مو وي چې ميرويس خان د هغې مورکۍ زوی وو چې نازو انا حتا شيدې بې اودسه نه ورکولې. احمدخان د هغې زرغونې انا زوی وو چې ټول عمر یې زوی ته د ځان او کور دیوالونو چاپېرولو پر ځای د نورو عزت ساتلو او لوی وطن او امت ساتلو توصیې کولې‌.
نن يو څوک راځي د احمدشاه ابدال بابا د امت او بشريت ژغورنې دفاعي هڅو ته د لوټ تالا او هوتکي هنګامه درته د شهوتي زګېرويو خلاصه معرفي کوي؛ نو پوه شئ چې د الوت وزرونه مو ماتېږي. دوی درنه د الوت انګيزه اخلي. دوی درنه د مخته تګ شيمه اخلي. او بدل کی یې درته په کوڅه او حمام کې د يو بې ادرسه، بې کوره او ډېران کې نامشروع زېږدلی او غورځېدلې ماشوم هويت درکوي.
پام او ډېر پام پکار دی.
زوړ تاريخ او هويت مو نن ځکه د مسخره خلکو د تمسخر وسيله ښکاري چې اوس مو سر امن او بچي ډوډۍ نلري. ځوانه ته را پورته شه. دېوال کې د بابا را ځوړند پټکي او تورې ته په کتو د عصر د نوې لوبې او نوي قانون مطابق اول د امن سپاهي شه. ورپسې ځان او قام په نس موړ او په تن پټولو لپاره محکم قدمونه واخله. هره لحظه یې در يادوه چې ته پدې سيمه او خطه کې يو برانډ یې، يو هويت لرې، تاریخ لرې او پر مټ یې روښاته راتلونکې.
زړګي ته نږدې ملګريه خپلې خبرې په يوه خاطره خلاصه کوم.
په کال ۲۰۱۸ کې په ډهلي کې يو کتابتون ته ننوتلم. کتابونو پلټلو کې لګيا وم چې کتابخانه کې په مطالعه بوخت يوه زوړ سپينږيري راته متوجه شو. عینکی یې ښکته او راته کړل یې چې ځوانه ته څوک یې؟
ما په ډیر غرور په لوړ اواز و ويل چې افغان يم افغان! دې سړي کتابخانه کې په نورو هندي ځوانانو غږ کړ ويل راشئ. هغوی ته یې د دوی د ذوق او شناخت مطابق کرکيټ کې د نبي عيسی خېل او راشد خان مثال ورکړ او وې ويل چې افغانان عجيب خلک دي عجيب ټايلنډ لري‌ نو تاسې وګورئ موږ لسګونه کلونه وهو خو دې خلکو په څو کالو کې د کرکيټ نړۍ کې هنګامه او نوم جوړ کړ.
بيا یې زياته کړه چې ارمان دا خلک پرله پسې جګړو وځپل او که دا جګړه ختمه شوه نو ياد ساتئ چې دا خلک يواځې په خپله جغرافيه قناعت نکوي بلکې د شاهين بچي بيا ډېر لوړ الوزي.
خلک د ځوانانو او ځان هڅونې لپاره د موټويشن او تشويق کاذبی کيسې جوړوي خو موږ حقيقي ډیرې کيسې لرو. د خپلو نيکونو دغه تاریخ او په سيمه کې موجود هويت د ځوان نسل الوت ته د قوت او فشار واحده وسيله ده او دا ابزار کارول غواړي.
#يا_هو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: